لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د نښتې وروسته له افغانستان سره د کورمې پوله بیرته پرانستل کيږي


د افغانستان سره د خېبرپښتونخوا د کورمې په پوله د نښتې وروسته چارواکي وايي، د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې کامیابې شوي او د پولې پرانستلو ‏امر شوی دی.‏

سرچینې وايي، په ‏‎13‎مه مې د افغانستان سره په پوله د کورمې په تيري منګل سیمه کې د پولې د پورې غاړې وسله والو د ازغن تار پرې کولو او دې لوري ‏ته د راوړېدو هڅه کوله، په دغه وخت د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې وه.‏

سرچينې وايي، د يادې نښتې وروسته بيا د پاکستاني ځواکونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې وه، خو نه پاکستان او نه په افغانستان کې واکمنو طالبانو د دغه پېښې رسمي تاييد کړی وو.‏

د يادې پېښې وروسته د افغانستان سره د کورمې د خرلاڅي پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه، اسلام اباد او کابل په دغې اړه هم څه نه وو ويلي.‏

په ‏‎14‎مه مې بيا د تيري منګل په شګه سیمه کې د نښتې په مهال د پاکستاني پوځ په يوه چيک پوسته د مارټر ګولې غورځېدو خبر مخې ته راغلی او ويل ‏شوي وو، په پېښه کې يو پاکستانی پوځی وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو، خو د پاکستان پوځ د يادې پېښې په اړه هم څه نه دي ویلي.‏

خو ډان ورځپاڼې د يادې پېښې په اړه ويلي، څلور پوځيان پکې ژوبل شوي وو.‏

پرون په ‏‎15‎مه مې بيا ويل شوي د افغانستان سره د کورمې په ټوله پوله بيا ځای په ځای نښتې شوې وې. په يادو نښتو کې د کومې مرګ ژوبلې نه وو ويل ‏شوي.‏

کورمه د افغانستان د خوست، پکتيا او ننګرهار صوبو سره پوله لري.‏

د کورمې ضلعې يو انتظامي مشر د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي، د يادو پېښو وروسته د خرلاڅي لاره تړل شوې او په پوله نزدې پرتو ‏سيمو کې هر ډول هلې ځلې ودرول شوې وې.‏

د چارواکي په خبره، خو نن د سهار اتو بجو وروسته په پوله د کومې پېښې خبر مخې ته نه دی راغلی، د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې شوي، او د کورمې ‏انتظامیې ته د اسلام اباد څخه د خرلاڅي پرانستو ویل شوي دي.‏

هغه زياته کړه، په کورمه کې حالات سم دي، د کسټم او اېن اېل سي چارواکي پولې ته لېږل کيږي، لاره به پرانستل شي.‏

د کورمې د تاجرانو د اتحادیې يو غړی اسلام علي وايي، د خرلاڅي پولې دواړو غاړو ته نن په څلورمه ورځ هم سوداګريز ګاډي ايسار ولاړ دي او له امله یې ‏تاجرانو ته د کروړونو روپو تاوان اوړي.‏

وي او اې ډيوه سر په خبرو کې هغه وويل، دوی ته د حکومت لخوا د لارې پرانستلو خبر ورکړل شوی او د هغې وروسته نور سوداګريز ګاډي د پولې په خوا ‏روان شوي دي.‏

هغه زياته کړه، د پولې د بنديز له امله نه يواځې سوداګرو ته په کروړونو روپو تاوانونه اوړي بلکې د پاکستان حکومت ته هم د ټېکسونو په مد کې په غټه ‏کچه تاوان رسي.‏

د مارچ په مياشت کې د پاکستان لخوا په خوست او پکتيکا کې د هوايي بريدونو وروسته هم د کورمې په پوله نښتې شوې او د خرلاڅي تجارتي او تګ ‏راتګ لاره د څو ورځو دپاره تړل شوې وه.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG