لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فرانسوي چارواکو وېلي د پیرس حملو منصوبه جوړونکې وژل شوې


فرانسوي چارواکو پخلې کړې تیره ورځ د پیرس په شمالي سېمه کې د عملیاتو په محال د پیرس خونړي بریدونو حمله کونکې عبدالحمید ابوعود وژل شویدی.

د پیرس ښار سرکاري وکیل دفتر وېلي د عبدالحمید ابوعود په ګولو لیږیدلی وجود تیره ورځ د عملیاتو وروستو پیژندل شوی. عبدالحمید په مراکش کې پیدا شوی او د بیلجیم شهریت ېی لرلو. د هغه مړی د ودانۍ په هغه برخه کې ترلاسه شوی چرته چې تیره ورځ پولیسو د ترهګرو سره د اووو ساعتیو پوری سخته جګړه کړی وه. د ابو عود پیژندګلو د هغه د ګوتو د نښو سره شویده.

۲۷ یا ۲۸ کلن عبدالحمید ابوعود باندی روان کال د مارچ په میاشت کې په یو چرچ د حملې شک هم کیدو. هم روان کال د اګست په میاشت کې په یو تیز رفتار اوورګاډي یا ټرین هغه حمله کې ېي هم لاس لرلو کوم چې دریو امریکایانو ناکامه کړی وو.

د فرانس داخله وزیر برناډ نن د زیارت په ورځ وېلي فرانسوي چارواکو ته د تیری اونۍ د برید وروستو معلومه شوی وه چې ابو عود په یورپ کې دی. د هغه په وینا د نومبر په ۱۶مه نیټه استخباراتي چارواکو دا خبره څرګنده کړه چې هغه په یونان کې دی او هغه لږ شان معلومات هم د اروپا نه بهر یو بل هیواد له خوا ترلاسه شوي وو.

د اروپاېي اتحار داخله وزیران به صبا له په برسلز کې پیرس د برید وروستو د یورپ امنیت ټینګ ساتلو په حقله یوه ځانګړی غونډه کوي.

فرانسوي د پیرس حملو منصوبه جوړونکې تیره ورځ وژل شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

XS
SM
MD
LG