لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د موجوده کېمپېن په مهال چارواکي وايي درې مېلین ماشومان وېکسین شوي


د صحت محکمې د وينا ترمخه د دولسو ورځو په دې کېمپېن کې کوښښ کولی شي چې هغه ټول ماشومان وېکسين کړي چې د کېمپېن هدف دي
د صحت محکمې د وينا ترمخه د دولسو ورځو په دې کېمپېن کې کوښښ کولی شي چې هغه ټول ماشومان وېکسين کړي چې د کېمپېن هدف دي

په خېبرپښتونخوا کې د شري، روبيلا او د پوليو په ضد په موجود کېمپېن کې تر اوسه پورې قریباً درې مېلین ماشومان وېکسین شوي دي.

د صوبي د صحت محکمه وايي کېمپېن په ښه ډول روان دی خو ځيني خلک لا هم ماشومان د دغو ناروغو په د وېکسين لګولو نه ډډه کوي.

د صحت چارواکي، ضلعي انتظاميه او ځائي مشران د انکاري خلک د قانع کولو کوښښونه هم کوي.

د صحت محکمې د وينا ترمخه د دولسو ورځو په دې کېمپېن کې کوښښ کولی شي چې هغه ټول ماشومان وېکسين کړي چې د کېمپېن هدف دي.

د صحت ماهرین وايي په خېبرپښتونخوا کې هر کال د شري ناروغي وبايي شکل اختیاروي او تير کال په صوبه کې د شري 15000 کېسونه رپورټ شوي وو خو سږ کال دغه شمېره پنځه زره وه.

د شري زیاتره ناروغه ماشومان د خېبرپښتونخوا په نوو ضلعو یا پخوانیو قبايلي سېمو کې رپورټ شوي وو.

په پېښور کې د ماشومانو د صحت ماهر ډاکټر اشفاق خان وايي شری او روبيلا په ماشومانو کې د نورو ناروغو په ضد مدافعتي قوت کمزوری او بیا په انسان کې د نمونیا، ټي بي او داسې يو شمېر بيمارو ښکار کيږې۔

ډاکټر اشفاق وايي د دغو ناروغو مخنيوي لپاره د پنځلس کالو نه کم عمر ماشومان وېکسين کولو ته ضرورت لري.

ډاکټر اشفاق خان وايي ''د شري بیماري ډېره خطرناکه ده. د دي د لاسه نه صرف نمونیا لګي بلکه څو.کاله وروسته د دغه بیمارۍ اثرات په دماغو هم پرېوځي. دا بیماري رو رو زیاتیږي او په اخر کې ماشوم معذوره شي."

ډاکټر اشفاق د بچو د مېندو او پلرونو نه وغوښتل ماشومان دې د شري او روبیلا په ضد وېکسین کړي." د دي وېکسین هیڅ نقصان نشته. دا ناروغي ډېره ده او د وېکسین لګول ډېر آسان دي. په ځیني موقعو د دي روستو تبه راځي خو د وېري خبره نه ده. دا ماشومانو مدافعتي قوت سېوا کوي او تلعمري يي د دي ناروغۍ نه بچ ساتي''.

په خېبرپښتونخوا کې د موجوده کېمپېن د پرانستي په موقع د صوبې د صحت وزير وينا وه چې د کېمېپېن په مهال به 15 اشاريه اووه مېلین ملينه د نهو مياشتو نه تر 15 کالو پورې ماشومان وېکسين کولی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د پولیو، شري او روبېلا خلاف ماشومانو د وېکسین کولو مهم د نومبر په 15 نېټه شروع شوی او د نومبر په 27 نېټه به سر ته رسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG