لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کاڼ مهترزي کې د خراب موسم باوجود چارواکي وايي د پولیو ضد کېمپېن ترسره کېږي



د کاڼ په غرنۍ سيمه کې کارکوونکې ويکسينېټره زرينه شاه محمد وايي چې د سيمې خلک يې ډېر ښه دي او له پوليو ټيمونو سره همکاري کوي
د کاڼ په غرنۍ سيمه کې کارکوونکې ويکسينېټره زرينه شاه محمد وايي چې د سيمې خلک يې ډېر ښه دي او له پوليو ټيمونو سره همکاري کوي

د بلوچستان صوبې په کاڼ مهترزي سيمه کې د پوليو کارکوونکي وايي چې که څه هم په سيمه کې سختې واورې او بارانونه وي خو د دغو ستونزو سربېره يې د پوليو کار ته اوږه ورکړې او هڅه کوي چې بلوچستان او پاکستان له پوليو وايرسه پاک شي .

د کاڼ په غرنۍ سيمه کې کارکوونکې ويکسينېټره زرينه شاه محمد وايي چې د سيمې خلک يې ډېر ښه دي او له پوليو ټيمونو سره همکاري کوي.

زرينه شاه محمد وايي "که واوره او باران وي او یاهم نور مشکلات وي هم موږ راوځو خپل کار کوو او د خپلې سيمې خدمت کوو. که کله څوک له پوليو څاڅکو انکاري وي، او پر دې شک لري موږ بيا هغه اماده کړو، چې دا څاڅکي د ماشومان د روغتيا لپاره مهم دي. بيا وروسته انکاري خلک هم خپلو ماشومانو ته قطرې ورکړي."

په کاڼ مهترزی کې د پوليو ټيمونو مسوول نظام الدين کاکړ وايي، چې په سيمه کې يې په کال کې نهه مياشتې بارانونه او واورې وي خو د پولیو کار د خدمت له مخې کوي ځکه نو په تېر يو کال کې د پوليو يوه مثبته پېښه نه ده رپوټ شوې.

ښاغلی کاکړ وايي "د پوليو وايرس د مخنيوي کار موږ عبادت ګڼو. له دې کبله تراوسه د پولیو کېس نه دی شوی. موږ د ماشومانو د روڼ سباوون په هيله دې درانه کار ته غاړه ايښې ده او هڅه کوو چې د پوليو وايرس له پاکستان څخه ختم شي"

کاڼ مهترزی سيمه د کلاسيف الله ضلعې برخه ده. د کلاسيف الله د روغتيا مشر ډي ايچ او ډاکټر ناصرجوګېزی وي او اې ډيوه ته ويلي، چې په ضلع کې دوه سوه اته ګرځنده ټيمونو په پوليو کېمپينونو کې کار کوي. د روغتيا څانګه تل د پوليو کارکوونکو ته د اسانتياوو برابرولو هڅه کوي او د کارکوونکو د اسانتيا لپاره د پيسو ورکولو طريقه هم اوس بدله شوې ده او د ډبليو ايچ او له خوا هر ويکسينټېر ته د هغه د اکاونټ له لارې پيسې ورکول کېږي.

ډاکټر جوګېږی وايي "د روغتيا نړيوال سازمان پوليو کارکوونکو ته د پيسو ورکولو طریقه وخت په بدلوي او په دې کې بهتري راولي. ټيمونو او ويکسينېټرانو ته پيسې اوس د ډي ايچ او له لارې نه بلکې هر کارکوونکي ته د خپل اکاونټ له لارې ورکوي. پولیو کارکوونکو ته پيسې د ډي ډي ايم کارډ له لارې ورکول کېږي او هغه د بائيومېټرک له لارې خپلې پيسې ترلاسه کوي."

کلا سيف الله د کوټې او ژوب ترمنځ پرته سیمه ده، چې په کې په هر پوليو کېمپين کې تر پنځو کلونو پوري عمر لرونکي شاوخوا پنځه اوويا زره ماشومان ويکسين کېږي. د ضلع په درويشت يونين کونسلونو کې کور پر کور پوليو کارکوونکي ګرځي چې ماشومانو ته د پولیو ضد قطرې ورکړي.


  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG