لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارواکي: په بلوچستان کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکو نه د انکاري خلکو شمېره کمه شوي ده


ډاکټر عبدالسميع وویل په بلوچستان د پوليو هدف شپږويشت لکه و، خو موږ د کيمپېن تربشپړېدو پوري تر پنځه ويشت لکه زيات ماشومانو ويکسين کړي دي. چې اووه نوي فيصده جوړېږي. په څلوردېرش ضلعو کې په پنځلس ضلعو کې انکاري خلک کم شوي دي

د بلوچستان د صحت د محکمې د بيړنیو عملیات چارواکي وايي په صوبه کې شاوخوا دوه نيم ميليون ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول شوې او د انکاري ماشومانو شمېر هم راټيټ شوی دی.

په کوټه کې د ای او سي يو چارواکي ډاکټر عبدالسميع خان وي او اې ډيوه ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې په بلوچستان کې اوسنی کيمپېن په څلوردېرش ضلعو کې ترسره شوی. په کوټه، پښين، کلاعبدالله او چمن کې اووه ورځې خو په نور ايالت کې پنځه ورځنی کيمپېن سرته رسېدلی دی.

ډاکټر عبدالسميع وویل په بلوچستان د پوليو هدف شپږويشت لکه و، خو موږ د کيمپېن تربشپړېدو پوري تر پنځه ويشت لکه زيات ماشومانو ويکسين کړي دي. چې اووه نوي فيصده جوړېږي. په څلوردېرش ضلعو کې په پنځلس ضلعو کې انکاري خلک کم شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په بلوچستان کې د کوټې په شمول پنځه ضلعې ډېرې حساسه يا های رسک دي. د بلوچستان هغه ضلعې چې له وزيرستان سره نږدې دي، ډېرې مهمې دي. ځکه چې په وزيرستان کې د اوسنيو مثبت کېسونو له رپوټ کېدو وروسته "موږ په سرحدي سيمو کې يوشمېر اقدامات کړي دي."

"کوټه، پښين، کلاعبدالله ، چمن او مستونګ های رسک ضلعې ګرځول شوې، ځکه مو زياته پاملرنه يادو سيمو ته وه. له وزيرستان سره نږدې په ږوب او شېراني ضلعو کې مو هم په کيمپېن ځانګړي اقدامات کړي وو. په ايالت کې د انکاري ماشومانو شمېر شپږ زره ته رارسېدلی، چې د کور کولو لپاره یې هڅې روانې دي."

ډاکټرسميع د پوليو کارکوونکو هڅې ستايلې او زياته کړې ده، چې خلک بايد ورسره کومک وکړي، ځکه چې دوی د ماشومانو د روغتيا او له سيمې د پوليو وايرس د ختمولو لپاره هڅې کوي.

"پوليو ورکرز چې د خلکو کورونو ته ورځي، دروازې ټکوي او ماشومانو ته څاڅکي ورکوي. د دوی همت ته سلام دی. له خلکو هيله کېږي چې له ګرځنده ټيمونو سره مرسته وکړي. ځکه چې دوی د ماشومانو د روغتيا لپاره راځي او دا هم د دې ټولنې برخه دي."

په بلوچستان کې له تېر يو نيم کال راهيسې د پوليو يو مثبت کېس هم نه دی رپوټ شوی، تېرکال په جنوري مياشت کې په سرحدي سيمه کلاعبدالله کې يو ماشوم په ګوزڼ اخته شوی و.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG