لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په دوکۍ کې پولیو ضد کېمپېن ته خصوصي پاملرنه کېږي


Polio Vaccination in Dukki Area of Baluchistan
Polio Vaccination in Dukki Area of Baluchistan

د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې چارواکي وايي د کولې په کانونو کې د 60 زره نه زیات خواریکښ کار کوي او د کولې د کارکوونکو ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین رسوولو ته خصوصي پاملرنه کېږي.

د دوکۍ د صحت چارواکي وايي کوښښ کوي چې په سيمه کې يو ماشو هم له پولیو ضد څاڅکو پاتي نه شي.

بلخوا په سيمه کې يوه ويکسينېټره یا ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکوونکي ريحانه وايي نورې څه ستونزې نه لري خو کوښښ کوي چې د کولې د کانونو ځینې کارکوونکي چې له پوليو څاڅکو انکاري دي قانع یې کړي چې خپلو بچو ته پولیو نه د بچ کېدو دپاره څاڅکې ورکړي.

ریحانه وايي "زه له تېرو شپږو مياشتو په اکبرسيدهايي سيمه کې د ويکسينر کار کوم. ميندې وايي، چې له څاڅکو ماشومان ناروغه کېږي، خو موږ هغه اماده کوو چې څاڅکي ماشومان له ګوزڼ ژغوري."

په دوکۍ کې یو کان کيندونکی فضل محمد وايي په هر کېمپين کې روغتيايي ټيمونه د دوی کورونو ته ورځي او هغه خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.

فضل محمد وايي "زما کور په دا مانده کې دی، هره مياشت د پوليو ټيمونه زموږ کورونو ته راځي او زموږ ماشومانو ته قطرې ورکوي. د پوليو ضد څاڅکي د ماشومانو د روغتيا لپاره ښه دي، بايد ټول خلک خپلو ماشومانو ته قطرې ورکړي."

په کانونو کې مېشت د پېنځو ماشومانو پلار محمد طاهر هم وايي چې ګوزڼ د ماشوم اندامونه له کاره اچوي، ځکه نو دوی له روغتيايي ټيمونو سره همکاري کوي، او د خپلو ماشومانو ترڅنګ نور خلک هم دې ته اماده کوي، چې ماشومان ويکسين کړي.

د دوکۍ ترڅنګ د بلوچستان په ځينو نورو سيمو کې د کولې سلګونه کانونه يا درنګونه دي چې پکې زرګونه مزدوران کار کوي. دغه مزدوران زياتره د سوات شانګلې او افغانستان اوسېدونکي دي او له خپلو کورنيو سره د کانونو په سيمه کې ژوند کوي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG