لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده قومونو چارواکي: د پاکستان سېلاب ځپلو خلکو ته د امداد رسوولو هلې ځلې دوام لري


په پاکستان کې د ډبلیو اېچ او نماینده وویل په سېلاب ځپلو سیمو کې د ډینګي، ملېریا او د ساه د ناروغۍ خطر هم موجود دی. هغه وویل د نورو بارانونو پېش ګوي هم شوي ده او د بیماریو د خپرېدو په اړه حالات نور هم خرابېدلی شي
په پاکستان کې د ډبلیو اېچ او نماینده وویل په سېلاب ځپلو سیمو کې د ډینګي، ملېریا او د ساه د ناروغۍ خطر هم موجود دی. هغه وویل د نورو بارانونو پېش ګوي هم شوي ده او د بیماریو د خپرېدو په اړه حالات نور هم خرابېدلی شي

د متحده قومونو چارواکو ویلي په پاکستان کې سېلاب ځپلو خلکو ته د امداد رسوولو هلې دوام لري او د متحده قومونو مختلفې څانګې د سېلاب د نقصان او د سېلاب دلاسه د بې کوره شویو مېلینونو خلکو د ضرورتونو اندازه لګوي.

د وي او ای رپورټ وايي په پاکستان کې د جون د میاشت راهسې د درنو بارانونو سېلابونه راوستي دي او د هېواد دریمه برخه سېلابونو متاثره کړې ده.

د متحده قومونو د شمېرې ترمخه په سېلاب کې د 1100 نه زیات کسان مړه شوي، د 6000 نه زیات زخمیان شوي او تر 33 مېلین پورې خلک بې کوره شوي دي.

امدادي ادارې وايي سېلابونو په لویه کچه سړکونو او پولونو ته هم نقصان رسولی دی چې په نتیجه کې يې ځینو سېلاب ځپلو ته رسایي نشي کېدلی.

د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن خبرداری کړی چې په سېلاب ځپلو سیمو کې وبايي مرضونه هم خپرېدلی شي.

په پاکستان کې د ډبلیو اېچ او نماینده پلېدا ماهي پالا وویل د په سېلاب ځپلو سیمو کې د ناروغو د خپرېدو خطر به تر ایند څو میاشتو پورې دوام لري.

هغه وویل په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک ځان د ناروغو نه د محفوظ ساتلو اسانتیاوې نه لري او په امدادي کېمپونو کې د صفا اوبو کموالی او د صفايي ناقص انتظام له امله وبايي مرضونه خپرېدلی شي.

هغه وویل په ځینو سیمو کې د څرمنې، سترګو او د هېضې د خپرېدو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

ډبلیو اېچ او د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو رپورټ کې ویلي وو یوازې په سند صوبې کې تر اوسه د۹۰۰۰۰ نه زیات کسان هېضې یا نس ناستي ناروغه کړي دي.

په پاکستان کې د ډبلیو اېچ او نماینده وویل په سېلاب ځپلو سیمو کې د ډینګي، ملېریا او د ساه د ناروغۍ خطر هم موجود دی. هغه وویل د نورو بارانونو پېش ګوي هم شوي ده او د بیماریو د خپرېدو په اړه حالات نور هم خرابېدلی شي.

هغه وویل ضرورت د دې خبرې دی چې د ناروغیو د خپریدو په لړ کې د سېلاب ځپلو سیمو څارنه زیاته کړی شي چې دا ډول په وخت ضروري اقدامات اخیستل کېدی شي.

د ډبلیو ایچ او چارواکي زیاته کړه چې سېلابونو قریباً 2000 د صحت مرکزونو نه زیان رسولی دی چې له امله یې درملنې ته د خکلو لاس رسی محدود شوی دی.

د متحده قومونو یو اېن پاپولېشن فنډ ویلي په پاکستان کې د سېلاب نه متاثر شپږ اشاریه څلور مېلین خلک مرستې ته ضرورت لري. په امدادي کېمپونو کې تر 650000 پورې امیدوارې مېرمنې هم طبي ضرورتونه لري او ګڼ شمېر پکې داسې دي چې اینده میاشت بچې زېږېونکي دي.

متحده قومونو د پاکستان سره په شریکه سېلاب نه د متاثره خلکو دپاره د 160 مېلین ډالرو امداد غوښتنه کړې ده.

امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو خلکو دپاره د 30 مېلین ډالرو مالیت او متحده عرب اماراتو د 50 مېلین ډالرو امداد کړی او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ټوېټر دلارې د دواړو ملکونو شکریه ادا کړې ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي اوا ای خبریالې لیزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG