لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت عدالت ته ویلي طالبانو سره دسولې روانو مذاکراتو نه خبر نه دی


د پېښور هايکورټ دوه کسيزه ډلې چې په جسټس لال جان خټک او جسټس فضل سبحان مشتمل وه د پېښور په ارمي پبلک سکول د ټي ټپي پي په حمله کې  د وژل شوؤ څلورو ماشومانو او يوې استاذې دمېندو  په خواستونو اورېدینه یا سماعت وکړو
د پېښور هايکورټ دوه کسيزه ډلې چې په جسټس لال جان خټک او جسټس فضل سبحان مشتمل وه د پېښور په ارمي پبلک سکول د ټي ټپي پي په حمله کې  د وژل شوؤ څلورو ماشومانو او يوې استاذې دمېندو  په خواستونو اورېدینه یا سماعت وکړو

پېښور هایکورټ کې د ارمي پبلک سکول د ترهه ګرۍ دپيښې داغېزمنو میندو لخوا د تحریک طالبان پاکستان سره دحکومت د مذاکراتو په ضد خواست اورونه شوې او دمرکزي حکومت چارواکي وایي چې ټي ټي پي سره له مذاکراتو خبر نه دي.

د پېښور هايکورټ دوه کسيزه ډلې چې په جسټس لال جان خټک او جسټس فضل سبحان مشتمل وه د پېښور په ارمي پبلک سکول د ټي ټپي پي په حمله کې د وژل شوؤ څلورو ماشومانو او يوې استاذې دمېندو په خواستونو اورېدینه یا سماعت وکړو.

د ترهګرۍ نه اغېزمنو مېندو په خپل خواست کې ویلی عدالت باید حکومت ددغه ترهګر ډلې سره دامن مذاکراتو نه منعې کړي او په دې عمل کې دې اغېزمنې کورنۍ په اعتماد کې واخستل شي.

ددغو پينځوؤ ميندو په عدالت کې نماېنده وکيل عجون خان چې خپل زوی يې هم په ارمي پبلک سکول کې وژلی شوی دی، واېس اف امريکه ډيوه ته ووېل:

"مونږ هايي کورټ ته ددې لپاره تلي وو چې دا کومې پاليسۍ زمونږ حکومت جوړوي په داسې حالاتو کې چې کوم اغېزمن خلک دي، چاته چې زيان رسېدلی دی او چانه چې د کور خلک شهيدان شوي دي نو پکار ده چې دا خلک ځان سره په پاليسيو کې شامل کړي. هايي کورټ نه زمونږ ډېرې هيلې دي"

تېره اوونۍ ددغه خواست وړومبۍ اورېدنه کې پېښور هايي کورټ د وفاقي حکومت د کورنيو چارو سېکتر ته د دغه خواست ځواب لپاره مراسله جاري کړې وه چې هغه دې عدالت ته حاضر شي خو هغه په دې اورېدنه کې وړاندې نه شو. او د هغه په ځای د هغه نه د کمې درجې يو بل سرکاري چارواکی عدالت ته وړاندې شو او د امن مذاکراتو په هکله دغه چارواکي عدالت ته ووېل هغه ته د دغه ياد مذاکرات په هکله هيڅ خبر نشته.

عدالت کې دموجودو خلکو تر مخه په دې ځواب څه مېندو په عدالت کې احتجاج وکړو او تور يې ولګولو چې دا ددې مقدمې د ځنډولو یوه هڅه ده.

په قانوني او عدالتي چارو پوهه ليکوال او خبريال وسيم احمد شاه ددغه اورېدنې په هکله ووېل دغه خواست ځکه مهم دی چې دغه خواست کوونکې ميندې د ترهګرۍ نه نېغ په نېغه اغېزمنې شوي دي.

هغه وایي حکومت چې د ترهګرو په هکله څه هم پاليسي جوړوي او يا هغوي سره خبرې اترې کوي د هغې په هکله اعېزمنې شوې کورنۍ د تپوس پوښتنې حق لري.

هغه وايي:"د دوي دا دليل ډېر مضبوط دی چې د دوي واړه ماشومان د پاکستان د تاريخ د ټولو نه دردناکې د ترهګرۍ پېښه کې شهيدان شوي دي. د پېښور هايي کورټ مخکې هم په ډېرو مقدمو کې اولس له انصاف ورکړی دی. هغوي (د ماشومانو ميندې) يوه سمه خبره کوي چې مونږ اغېزمن خلک يو، زمونږ بچي په دې پېښه کې شهيدان شوي دي او مونږ ته هډو پته نشته چې څه کيږي او حکومت په کومه سطحه دوي سره خبرې اترې کوي. د چا له خوا خبرې کيږي او د هغوي څه څه غوښتنې منلی کيږي؟"

د حکومت له خوا په اورېدنه کې وړاندې شوي وکيل عامر جواد عدالت ته ووېل دغه خواست دې نه اوري ځکه چې د دغه اغېزمنو کورنيو په خواست يو عدالتي کمېشن تحقيقاتي رپورټ د وړاندې نه سپريم کورټ کې وړاندې شوی دی کوم چې دا وخت هم په سپريم کورټ کې پروت دی.

د دې ځواب کې مخالف وکيل عجون خان عدالت ته ووېل هغه ددې نه بیخي بېله مسله او بېله خبره ده.

وسني خواست کې د ترهګرۍ نه اغېزمنې ميندې د حکومت نه دا تپوس کوي چې حکومت د تحريک طالبان پاکستان سره څه قسمه مذاکرات کوي او دوي چې د ترهګرۍ نه نېغ په نېغه اغېزمن شوي دي دوي ولې اعتماد کې نه اخلي؟

عدالت ددې خواست اورېدنه ۲۸م جولايي پورې ځنډولې ده.

په دې وروستیو کې دافغانستان دطالبانو دحکومت په منځګړتوب کابل کې دپاکستان اؤ ټي پي پي ترمنځ دسولې خبرې شوې چې دمطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې دسولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی ؤ چې اسلام اباد دې دافغانستان سره دپیوست قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځائ کړي .

ټي ټي‌ پی دا غوښتنه هم کړې وه چې قبایلي ضلعو نه دې پوځ وویستل شي اؤ هلته دې اسلامي نظام نافذ کړل شي.

له دغو مذاکراتو وروسته پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ،څېړونکو اؤ دپېښور‌ د ارمي پبلک اسکول په ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو ټي ټي پي سره دسولې په خبرو کلکې نیوکې کړې وې چې پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې کولو واک نه لري.

دپاکستان په پوځ دا نیوکې هم کیږي چې طالبانو سره یې پخپل سر خبرې پیل کړي اؤ پارلیمان یې له دې خبرو ناخبره ساتلی دی خو تیره میاشت د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې پوځي مشرانو دهیواد سیاسي قیادت ته ټي ټي پي سره دشوؤ مذاکراتو په اړه احوال تیر کړی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG