لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي ملکونو خارجه وزیرانو د افغانستان په شمول په ګڼ شمېر موضوعاتو خبرې وکړي


د اتحاد، انصاف او پرمخنګ د پاره دشراکت په عنوان اسلام اباد کې د غونډې دپرانستې دستورې ته د پاکستان وزیراعطم عمران خان، د او اي سي جنرل سکتر حسین ابراهیم طحه، د ملګرو ملتونو جنرل سکتر او د سعودې عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن سلطان په شمول یو شمیر مشرانو وینا ګانې وکړې
د اتحاد، انصاف او پرمخنګ د پاره دشراکت په عنوان اسلام اباد کې د غونډې دپرانستې دستورې ته د پاکستان وزیراعطم عمران خان، د او اي سي جنرل سکتر حسین ابراهیم طحه، د ملګرو ملتونو جنرل سکتر او د سعودې عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن سلطان په شمول یو شمیر مشرانو وینا ګانې وکړې

د اسلامې هیوادونو د همکارۍ سازمان او اي سي د بهرنیو چارو د وزیرانو د کونسل ۴۸مه غونډه کې د افغانستان، کشمیر، فلسطین او د اسلامې هیوادونو د سیاسې، اقتصادې او امنیتې ستونځو په اړه خبرې وشوې.

د اتحاد، انصاف او پرمخنګ د پاره شراکت په عنوان په اسلام اباد کې د دغه غونډې دپرانستې دستورې ته د پاکستان وزیراعطم عمران خان، د او اي سي جنرل سکتر حسین ابراهیم طحه، د ملګرو ملتونو جنرل سکتر، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي او د سعودې عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن سلطان په شمول یو شمیر مشرانو وینا ګانې وکړې.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل په لومړې ځل دا خبره منلې کیږې چې اسلاموفوبیا یو حقیقت دی او پکار ده چې مخنیوی یې وکړی شي

عمران خان وویل اسلامې هیوادونو دغه غلط فکر د جاج اخیستو د پاره څه ندی کړي- یو مذهب هم د ترهګرې سره تړاو نلري-

عمران خان وویل وویل د افغانستان خلک د نړۍ مرستو ته اړتیا لري، د افغانستان استحکام په نړی کې ترهګرۍ د مخنیوې یوازنې لاره ده هغه زیاته کړه بندیزونه به غریبې نوره زیاته کړې- افغانستان خلک دې ته ونتړل شې دوې د خپلواکې د خطرو‌ د مخه نیولو د پاره څه وکړې-

عمران خان زیاته کړه کشمیر او فلسطین خلکو ته بشرې حقونه رستولو کې پاته راغلې- ولې چې نړې ګڼې چې اسلامې هیوادنه بې اثره دې

د او اي سي تنظیم سیکریټرې حسین ابراهیم طحه د غونډې سره وینا کې وویل د اسلاموفوبیا د مخ نیوې د پآره پکار ده چې د نړیوالې ټولنې سره رابطې وساتل شي.

هغه امید څرګند کړو چې ملګري ملتونو به د مارچ ۱۵مه نیټه د اسلاموفوبیا به ضد ورځ وټاکل شي او په نړۍ کې به د سولې او زغم کلتورته وده ورکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي وویل په اسلامې هیوادونو کې بهرنې لاس وهنه د مسلم امه تر منځ خفګان زیاتیزې اوترهګرې او تندروې ته وده ورکوي

په غونډه کې د یوکرې او روس د جګړې په اړه پر اسلامې نړۍ د یې طرفه کیدو او د دې د هوارې د پآره رول لوبولې غږ هم و شو او وویل شو که چېر داسې ونشو نو دا به د نړۍ د پاره ډیر بدې نتیجې ولري

د سعودې عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د او اي سي غونډې ته وویل افغانستان د پاره د او اي سي ټرسټ فنډ جوړ شوی او ځانګرې استازی ټاکلې شوی، البته د افغان وولس د ښیګړې د پاره نور ګامونه پورته کولو ته ضرورت شته. هغه یوځل بیا غوښتنه وکړه چې افغانستان دې خپله ځمکه ترهګرۍ د استعمال نه ورنکړي


د څیړونکو وینا ده چې او اي سي تاریخ ښښي چې دغه تنظیم د اسلامې هوادونو ته وړاندې ستونځوې کې څه مهم رول نه دی لوبولی-

د نړیوالو چارو پوه پروفیسر ډاکټر عبدالشکور د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وايي د اواي سي په رنګه تنظیمونه د سیمه ایزه سیاست ښکار دي او په داسې حال کې څه امید نه وینې چې او اي سي به دا ځل په خپلو ژمنو عمل هم وکړې او د افغانستان په اړه د مرستې د ژمنو پرته څه ګټور پیغام ولیږي

اسلامې هیوادونو ۵۷ غړیزه کونسل په دوه ورځنې غونډه کې د ملګرو ملتونو، عرب لیګ او خلیج مرستو کونسل په شمول نورو نړیوالو تنظیمونو استازو نه علاوه د چین د بهرنیو چارو وزیر وینګ یې هم د ځانګرې میلمه په توګه ګډون وکړو

او اي سي د ملګرو ملتونو پس دویم لوي نړیوال تنظیم دی او د نړۍ ۵۷ مسلم هیوادونه د دې غړي دي- او ائی سی پر پریکړو باندې د عمل جاج اخیستو د پاره هر کال د دغه تنظیم غونډه کیږي

د دې څخه وړاندې کال ۲۰۲۱ دسمبر په میاشت کې د افغانستان به اړه د او ائې سي د بهرنیو چارو د وزیرانو ځانګرې غونډه شوې ده چې پکې بشرې بنیادونو د افغانستان د مرستې د پاره او ائې سی ټرسټ فنډ په جوړولو اتفاق شوې او افغانستان د خواراکې سییکورټې پروګرام شورو کړې شوې وو-

بل پلو ته د افغانستان د طالبانو حکومت د او ائې سی غونډه کې و بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقې په غونډه کې د ګډون د پاره ندې لیږې- تیر کال د اګست په میاشت کې کابل واک ترلاسه کولو ورسته د او ائې سی ټولو ۵۷ غړو په شمول تر اوسه د نړې یو هیواد هم د طالبانو حکومت نه دی منلی.



بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG