لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: پاکستان کې د تیلو بیې د نړیوال بازار نرخونو سره مساوي نه دي


د نيويارک د مرکنټايل اېکسچېنج ترمخه په 26م جون د خام تېلو بيه يو بېرل په 38.49 ډالره وه، د وال سټريټ جنرل ترمخه تېره اونۍ په نړيوال مارکيټ کې يو بېرل په 40 ډالره ؤ.
د نيويارک د مرکنټايل اېکسچېنج ترمخه په 26م جون د خام تېلو بيه يو بېرل په 38.49 ډالره وه، د وال سټريټ جنرل ترمخه تېره اونۍ په نړيوال مارکيټ کې يو بېرل په 40 ډالره ؤ.

په پاکستان کی د تیلو بیې جګې شوې دي او حکومت له خوا دا ويلی کیږی چې په نړیواله کچه د تیلو په بیو د زیاتوالی د وجی په پاکستان کی هم تیل ګران شوي خو د اقتصاد ماهرین وایي د نړۍ مارکیټ د بیو سره حکومتی نرخونه سمون نه خوري.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وايي د نړیوالو بیو په حساب د یو لیټر بیه نوي روپئ راځي او حکومت د تیل بیه یو لیټر سل روپیو ته رسولې ده. دوی زیاتوي د جولائی دپاره د تیلو نرخ 38 روپئ تړل شوی دی او چې د خرڅونو او ټیکسونو سره دا نوی روپئ راځي. او په دی کی سیلز ټیکس نه څوارلس او پټرولیم لیوی 30 روپئ هم شاملی دی خو بیا هم په دی کی لس روپئ زیاتی دي.

مرکزي حکومت د جمعی په ورځ پټرول 25 روپئ او ‌‌‌‌‌‌ډیزل 21 روپئ ګران کړی وو ددی وړاندی د تیلو په بیو کی اووه روپئ لیټر کمی راوستې شوی وه.

ماهرین وايي د کرونا وبا له کبله نړیوال مارکیټ کی د مارچ د میاشتی راهسی د تیلو قیمتونه په ښکته راغلی. او د هغی اثرات په پاکستان کی هم شوی وو خو اوس د تیلو په بیو کی ناڅاپه اضافه وکړی شوه.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته ویلي که څه هم حکومت دا زیاتی بیی د نړیوال مارکیټ سره تړي خو داسی نه ده د بیی د حکومت په کنټرول کی دي ځکه چه حکومت په تیلو پټرولیم لیوی اخری حد ته زیاته کړی ده او غواړي چې د دی نه مالیاتي کمی پوره کړې دوی وائي حکومت په یولیټر کی 30 روپئ اخلي او سیلز ټيکس ددی نه علاوه دی بله دا چه راروان مالی کال کی حکومت د کل 450 اربه روپئ هدف تړلی دی او تیر کال دا هدف 260 اربه روپئ وو. د دوی په وینا پټرولیم لیوی کی د سیلز ټیکس په شان صوبو ته برخه هم نه میلاویږی.

د پاکستان د تېلو او قدرتي وسيلو وزير عمرايوب خان ويلي، په تېره مياشت کې په نړيواله کچه د تېلو بیې سېوا شوي او د روپۍ قيمت هم راکم شوی او د هغې په حساب د پټرولو قيمت 31روپۍ 58 پېسې پکار ؤ خو حکومت دا بيه 25روپۍ 58 پېسې سېوا کړی شوې وه.

هغه دا دعوه هم کړې په برصغير کې د نورو هېوادونو په پرتله د تېلو بيې اوس هم کمې دي.

خو د نيويارک د مرکنټايل اېکسچېنج ترمخه په 26م جون د خام تېلو بيه يو بېرل په 38.49 ډالره وه، د وال سټريټ جنرل ترمخه تېره اونۍ په نړيوال مارکيټ کې يو بېرل په 40 ډالره ؤ.

د رپوټونو ترمخه د تېلو د کم مصرف له امله د تېلو نړیوالو کمپنيانو خپله ذخيره د 50 نه 80 فيصدو پورې کمه کړې باوجود د دې چې د اوپېک او د امریکا او روس ترمنځ د دې ژمنې چې د تېلو پېداوار به لس ملينه د ورځې په حساب راکم کړي چې د تېلو بيې پياوړې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG