لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اردن کې د ډبرو یا ګټو تر ټولو زړې معلومې ودانۍ موندل شوي


د اردن په سویل ختیځ دښته کې لرغونپوهانو د 9,000 کلونو یو پخوانی دودیز ودانی پیدا کړی دی.

دا تر ټولو لومړنی معلوم ودانی دی چې د نیو لیتک ښکاریانو اباد کړی ؤ.

ماهرین وايي چې دا ودانی داسې اشارې ورکوي چې د زوړ تمدن په هکله د وسنيو دعوو نه لا هم ډیرپخوا په منځني ختیځ کې تمدن موجود ؤ.

د اردن د لرغونو اثارو وزارت په دې وروستیو کې د جبل خشابیه د جنوب ختیځ دښتې د پلټو په سیمه کې د 9,000 کلونو پخواني او د تاریخ ترټولو زوړ انساني کاڼو، ګټو یا ډبرو د یو “وداني” موندلو اعلان وکړو.

د اردن لرغونپوه وائل ابو عزيزه خبريالانو ته وويل:

"دا تر اوسه د انسانانو په لاسو جوړ شوي تر ټولو زاړه کارونه یا ابادۍ دي."

هغه وویل چې د نیو لیتیک ښکاریانو چې 9,000 کاله پخوا ژوند کولو نو دويي به د ځنګلي ځناورو د ښکار لپاره په ډله ایزه توګه کارکولو او د ځنارو د نیولو لپاره به یې د ګټو لوی لوی دیوالونه یا پوشتۍ جوړولې.

په عمان کې د امریکایی څیړنیز مرکز لرغونپوه پیرس پاول کریسمن د دې انکشاف په اړه په خپله تبصره کې وویل چې دا ممکن ده چې دا وداني په اردن کې د موندل شوي د عین غزال مجسمې ودانیو څخه زاړه وي.

"په دې کې هیڅ شک نشته چې دا د پام وړ موندنه ده. د عین غزال مجسمې په دودیز ډول یو څه زاړه او انساني اشکال ډېر مهم ګڼل کیږي، خو ممکن ده دا یو څه نور زوړ وي.”

د نړیوالو لرغونپوهانو یوه ډله چې د امریکا څخه هم په کې شامل دي وايي دا انکشافونه ښیي چې څنګه د نوولیتیک وختونو ښکاریانو او د عراق د څو زره کلونو پخوانیو آشوریانو کارونه د پرمختللي تمدن لومړنۍ نښې نښانې ښودلې.

په دې ځای کې د ماشومانو د لوبو هغه شیان هم موندل شوي چې د دې ښکاریانو لخوا جوړ شوي وو، ددې نه پرته د عربو په دښتوکې د ښکار لپاره د اوږدو سفرونو په حال کې په تیږو یا ګټو کې د انسانانو مخونه هم وښکل شوي.

کرېسمېن وايي "دا په بشپړ ډول د یوې نیټې څخه د پیچلي فعالیت ثبوت دی چې د یوې کچې سازمان ترسره کوي چې موږ په هغه وخت کې په ټول ځای کې نه وینو او د هغه څه دمخه یو ډول دی چې موږ به یې نن ورځ د تمدن په توګه فکر وکړو"

لرغونپوهانو وویل چې دا لوی موندنه کولی شي په مینځني ختیځ کې د لومړني انساني تمدن تصور بدل کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG