لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د پورټلېنډ پولیسو په ښار کې تیره شپه شوی احتجاج فساد ګرځولی 


د امریکا اورېګن ایالت کې تیره شپه د احتجاج په مهال د مظاهرچیانو لخوا په پولیسو د بوتلو بمونو ویشتلو وروسته پولیسو دغه احتجاج فساد/ لوټ مار ګرځولی.

په شمال لوېدیځ اورېګن ایالت کې تیره ورځ د مظاهرو ۱۰۰ ورځو پوره کیدو په مناسبت بیا مظاهرې شوD. په پورټلېنډ کې دغه احتجاجونه د پولیسو لخوا د تور پوستو امریکایانو پرضد د زور زیاتي خلاف شورو شوي دي.

تیره شپه د مظاهرچیانو لخوا چې کله په پولیسو د بوتلو یا پټرولو بمونه اوویشتل شول نو پولیسو په سلګونو مظاهرچیانو ته وویل چې دغه مظاهره یې فساد او لوټ مار ګرځولي او خلکو ته یې امر وکړو چې د احتجاج د ځاې نه دې سمدستي خواره شي.

په اورېګن ایالت کې فساد یا لوټ مار د شپږو یا شپږو نه زیاتو کسانو لخوا په شریکه ګډوډی او تاوتریخوالی ترسره کول او اولسي احدافو ته خطر جوړول دي. په دغه ایالت کې بیا دا غیر قانوني کار دی چې پولیس دې په مظاهرچیانو اوښکې بهیونکی ګېس وکاروي تر څو چې د خلکو دغه شان ګڼه ګوڼه فساد نه وي ګرځولی.

د پورټلېنډ پولیسو ویلي چې تیره شپه مظاهرچیانو ګڼ شمیر د بوتلو بمونه یا پټرول بمونه ویشتلي او پکې یو تن ژوبل شوی. په ټوېتر د مظاهرچیانو لخوا او بیا د مطبوعاتو د غړو لخوا شریکې شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې یو تن په زنګونونو ناست دی او سوځیدلی دی.‌

په ځینو نور ویډیو ګانو کې بیا لیدل کیږي چې د پولیسو لخوا ویشتل شوي اوښکو بهیونکي ګېس وروسته د خلکو د اوسیدو په یوه سیمه کې ګېس او لوګي لیدل کیږي.

په پورټلېنډ کې د تیرو ۱۰۰و ورځو راهسې دغه مظاهرچیان د تور پوستو امریکایانو تحریک یا بلېک لاېوز مېټر د مرستې او په امریکا کې د معاشرتي ناانصافۍ یا ټولنیزې نا انصافۍ پرضد راوتلي چې دغه ناانصافۍ د لسیزو راهسې امریکا ډیره ځورولې ده. په دغه مظاهرو کې بیا کله کله په زرګونو خلکو هم برخه اخستې.

د روان کال په شورو کې دمېنيسوټا ایالت په مینیاپولېس ښار کې پولیسو په ولقه کې د یو تور پوستي امریکايي جارج فلوېډ د مرګ وروسته په امریکا کې دغه احتجاجونه شوروع شوي دي. جارج فلوېډ د پولیسو لخوا د ۲۰ ډالرو د جعلي نوت ورکولو په شک کې نیولی وو. د جارج فلوېډ مرګ ته په امریکا کې یو شمیر خلک په نظام کې د نسل پرستۍ یوه نخښه بلي چې دوي یې په امریکايي ټولنه کې ګوري.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG