لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرېن په ساحلي ښار اوډیسه د روس په حمله کې یو تن وژل شوی دی


د اوډیسه مېیر يا ښاروال ګېنېډي ټرکنوف وویل د "دښمن" په حمله کې رهایشي ودانیو، د کورونو د تودولو نظام ګرجاګرو او د تعليمي ادارو ته نقصان ورسېدلو
د اوډیسه مېیر يا ښاروال ګېنېډي ټرکنوف وویل د "دښمن" په حمله کې رهایشي ودانیو، د کورونو د تودولو نظام ګرجاګرو او د تعليمي ادارو ته نقصان ورسېدلو

په تور سمندر د یوکرېن په ساحلي ښار اوډیسه د روس په حمله کې په رهایشي ودانیو اورونه لګېدلي دي، د زرګونو خلکو دپاره يې د کورونو د تودلو نظام تباه کړو او چارواکو د جمعې په ورځ وویل په حمله کې یو تن ووژل شو او ۱۰ نور کسان زخمیان شول.

د اوډیسه مېیر يا ښاروال ګېنېډي ټرکنوف وویل د "دښمن" په حمله کې رهایشي ودانیو، د کورونو د تودولو نظام ګرجاګرو او د تعليمي ادارو ته نقصان ورسېدلو.

ټرکنوف وویل یوه ۳۵ کلنه ښځه چې په کور کې د کړکۍ سره نږدې اوده ووژل شوه.

د یوکرېن د بېړني امداد سرکاري ادارې په حمله کې د یو تن د وژل کېدو او د لسو کسانو د زخمي کېدو تصدیق وکړو. وېل کېږي چې په زخمیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

په ودانیو په لګېدلو اورونو زر قابو و موندل شو او د تودوخي د نظام لوی پایپ لاین ته د نقصان په سبب په زرګونو خلک کورونو د تودولو نه محرومه شوي دي په داسې حال کې چې په سیمه کې د شپې په وخت د حرارت درجه د انجماد ته رسېږي.

ټرکنوف د سماجي پېغام رسانۍ په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل د ۴۰۰۰۰ نه زیاتو خلکو، هسپتالونو او د سماجي خدماتو ادارو ته د تودوخي نظام قطع شوی او جنرېټرې او هېټرې شروع کړی شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پایپ لاین د جوړېدو پورې به خلکو ته کمبلې او د څښلو ګرم شیان ورکول کېږي

روس په وروستیو ورځو کې د یوکرېن په جنوبي علاقو فضايي حملې زیاتې کړي او په اوډیسه کې غېر پوځي سمندري جهازونو او د بند سهولتونو ته نقصان رسوولی دی. کییف د روس په پوځي او د توانای په هدفونو په حملو کې اضافه کړې ده.

د روس د دفاع وزارت په عېن حال کې وویل تېره شپه يې ځواکونو د یوکرېن د ۵۱ ډرون لاره ونیوله او دا رنګ يې د کرایمیا او د ازو سمندر په شمول په ساحلي علاقو کې د یوکرېن د حملې مخنیوی وکړو.

یوکرېني ځواکونه د هېواد په مشرق کې ځينې سیمې دلاسه ورکوي او په کییف کې د خارجي پوخي امداد د اینده په اړه تشویش په داسې حال کې زیات شوی چې ډانلډ ټرمپ د امریکې په صدارتي انتخاب کې بیا منتخب شوی دی. ټرمپ یوکرېن سره امداد د ختمولو اراده څرګنده کړې ده.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG