لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایف پي: د افغانستان د ابادۍ په څلورو کې یوه برخه خلک به لوی اختر په لوږه تېروي


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیواله اداره وایي، په نړۍ کې په میلینونو خلک به لوی اختر لمانځي او له خپلو کورنیو سره به په خوړو باندې را ټولیږي خو د افغانستان زیات خلک به د اختر په ورځ هم وږي ویدېږي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوالې ادارې ډبلیو ایف پي د جون په 14مه پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، لوی اختر په را رسېدو دی، خو وایي د افغانستان د ټولې ابادۍ په څلورو کې یوه برخه خلک به هره شپه په لوږه تېروي.

ډبلیو ایف پي یوه ویډیو خپره کړې او پر هغه یې لیکلي دي چې اختر له خپلو ملګرو او کورنیو سره د خوشالۍ او لمانځلو وخت دی، خو وایي دا د ډېرو افغانانو لپاره یوه بله ستونځمنه ورځ ده.

په ویډیو کې له ځینو افغانو ښځو سره خبرې شوې دي چې وایي د خپلو کورنیو مشري ور له غاړې ده او د ګټې وټې څوک نه لري ځکه یې اخترونه بې خوندي تېرېږي. یوه سپین سرې ښځه وایي:

"[پخوا] به مې لوڼو او زامنو په اختر کې نوې جامې اغوستلې خو له څلورو کلونو- چې پلار یې مړ شوی- هیڅ نه لرو او زه د هیڅ شي د اخیستلو وس نه لرم".

د خوړو نړیواله اداره وایي، د نورو اسلامي هېوادونو غوندې په افغانستان کې هم خلک د لوی اختر لپاره تیارۍ کوي خو وایي د دې هېواد دوولس میلینه وګړي په دې نه دي خبر چې د بل وخت خواړه به څنګه پیدا کوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د حکومت پر ځای یواځې امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د اختر په ورځو کې د خلکو له امنیت سره سره له هغوی سره د خپل توان په اندازه مرسته وکړي.

ملا هبت الله اخوندزاده وایي حکومت یې له پاکستانه ور ستنو شویو کډوالو سره مرستې کړې دي خو حکومت یې په هېواد کې د میلینونو غریبو خلکو د اقتصادي بدحالۍ د ختمولو لپاره څه پلان نه دی وړاندې کړی. اخوندزاده پر شتمنو خلکو له بېوزلو سره د مرستې ږغ کړی دی:

"له تجارانو، توانمندو(بډایانو) او عامو افغانانو څخه هم غواړو چې د خپلو، خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له مهاجرینو وروڼو څخه حمایت وکړي او خپل کومکونه ورڅخه دريغ نه کړي. د اختر په شپو ورځو کې د بې سرپنا شوو کورنیو حال واخلي او هغوی د اختر په خوشحالۍ کې ځان سره شریک کړي".

د ډبلیو ایف پي په ویډیو کې یوه بله افغانه مور وایي، یو زوی یې مړ شو او بل زوی یې ذهني ناروغ دی او دې ته د څلورو لوڼو ساتنه ور له غاړې ده:

"زه مجبوره یم چې په لارو کوڅو کې خیرات وغواړم، بله هیڅ لاره نه لرم، زه څه وکړم په کور کې هیڅ نه لرم".

د خوړو نړیوالې ادارې په وار وار له نړیوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې له مجبوره خلکو سره د لاسنیوي لپاره مرسته وکړي ځکه چې وایي دوی یواځې له کم شمېر خلکو سره د مرستې توان لري.

ډبلیو ایف پي وايي په افغانستان کې وروستیو قدرتي پېښو او له ګاونډیو هېوادونو د زیات شمېر افغان کډوالو بېرته راستنیدو هم د مجبوره خلکو شمېر زیات کړی چې بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG