لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا سوداګر او کرونده ګر: افغانستان ته د پيازو په لېږلو د بندېز له امله ورته سخت تاوانونه اوړي


د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر ډايریکټر زاهدالله شينواری وايي، "د توکيو د طلب او رسد سره په نرخ کې فرق راځي او د پاکستان د حکومت پاليسي ده چې په مارکيټ کې يو توکی کم شي نو د هغې په بهر ته لېږلو پابندي ولګوي او تل یې دغسې کړي دي"
د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر ډايریکټر زاهدالله شينواری وايي، "د توکيو د طلب او رسد سره په نرخ کې فرق راځي او د پاکستان د حکومت پاليسي ده چې په مارکيټ کې يو توکی کم شي نو د هغې په بهر ته لېږلو پابندي ولګوي او تل یې دغسې کړي دي"

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پيازو کرونده ګر وايي، د پيازو په پېداوار یې ډېر خرڅونه شوي افغانستان ته لېږل یې بند شوي ځکه پياز ارزان شوي کرونده ګر او سوداګر یې د ډېر تاوان سره مخ کيږي. د سوداګرو اتحاديه وايي، د افغانستان سره تل دوه اړخيزه سوداګري دوامداره نه پاتې کیږي د پاليسيو ښکار کيږي او د هغې نه په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا او پولې دواړو غاړو ته پراته خلک ډېر اغېزمنيږي.

يو کرونده ګر فضل حسن وايي، "د ريکارډ په نوم تخم یې کرلی کوم چې په 55000 روپۍ يو کيلو دی، خرچې پرې دومره راغلي چې نن سبا د پیازو کوم نرخ دی دوی ته ترې تاوان اوړي د تخم او سرې نرخ نه پوره کوي، که داسې څه پروګرام وشي چې دا بهر ته سپلايي شي او دوی د تاوان نه بچ شي".

کرونده ګر وايي، د ښه فصل دپاره دوی ډېر خرڅونه کوي خو که د پېداوار نرخ کم شي ټول تاوان دوی ته اوړي.

سوداګر وايي افغانستان ته پياز تلل بند دي په منډۍ کې په زيات مقدار کې پراته دي ځکه ارزان دي.

د پيازو يو سوداګر اکمل خان وي او اې ډيوه ته ویلي، افغانستان ته د پيازو نه لېږلو په وجه ارزان دي، زميندار او سوداګر یې دواړه د تاوان سره مخ کيږي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر ډايریکټر زاهدالله شينواری وايي، "د توکيو د طلب او رسد سره په نرخ کې فرق راځي او د پاکستان د حکومت پاليسي ده چې په مارکيټ کې يو توکی کم شي نو د هغې په بهر ته لېږلو پابندي ولګوي او تل یې دغسې کړي دي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "زه دا ګڼم چې تجارت ازادانه پکار دی که چرته د افغانستان سره دغه تجارت بند کړی شوی او يا د کرنسۍ او ډالر په وجه پکې مشکلات راغلي وي نو دا د زميندار سره زیاتی دی".

هغه زياته کړه، بندېزونه او مشکلات د دوه اړخيزه تجارت دپاره هم ښه نه وي کله چې پاليسي دوامداره نه وي کله تجارت بندیږي او کله خلاصيږي نو د هغې سوداګر مستقل نه پاتې کيږي بيا نورې لارې لټوي نو دا ښه خبره نه وي.

هغه وويل، "د پاکستان او افغانستان تجارت کله هم په ازاده توګه نه دی شوی تل د سياسي کشمکش ښکار پاتې شوی د سياستونو مخ شوی، د افغانستان سره عجيبه بنديزونه وي، او د هغې له امله په ځانګړي ډول پښتونخوا، په پوله پرتې قبايلي ضلعې او افغانستان لوري ته شمالي سيمې د ننګرهار خلک چې ډېر تجارت کوي نو د دې بندېزونو نه تر ټولو زيات پښتانه اغېزمنيږي".

د پاکستان او افغانستان تجارت وخت په وخت د مشکلاتو سره مخ پاتې شوی او پولې هم تړل شوي چې له امله یې سوداګر وايي تر ټولو زيات تاوان دوی ته اوړي.

خو پاکستان او په افغانستان کې واکمنو اوسني طالبانو او وړاندينيو حکومتونو تل ويلي چې د سوداګرۍ په برخه کې او په پوله د هر ډول مشکلاتو په لړ کې کار کوي.

روانه میاشت په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي په مشرۍ يو سیاسي او تجارتي پلاوي د اسلام اباد سفر کړی د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري او نورو چارواکو سره یې ليدنې شوې وې.

طالبانو ویلي وو، په دغو ناستو کې "د افغانستان-پاکستان پر اړوندو سياسي-اقتصادي ،تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو تسهیلاتو د رامنځته کولو په باب هر اړخيزې" خبرې شوې وې، او ورسره په "پاکستان کې د افغان مهاجرینو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه" ترسره شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG