لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پوله د تړل کېدو ، پر کونړ د پاکستان توغوندیز بریدونو او د پښتنو نورو مسلو په اړه انلاین احتجاجي غونډه


غونډه د چمن او سپین بودلک د پولې له تړلو، پر کونړ ولایت د پاکستان توغوندیز بریدونو، د دور بابا دروازې باندې چېک پوسټ جوړولو او پر فضل خان ایډوکیټ د برید پر ضد وشوه.
غونډه د چمن او سپین بودلک د پولې له تړلو، پر کونړ ولایت د پاکستان توغوندیز بریدونو، د دور بابا دروازې باندې چېک پوسټ جوړولو او پر فضل خان ایډوکیټ د برید پر ضد وشوه.

د جولایي په ۲۵ نیټه د پښتون کونسل امريکا/ کېنډا او پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په انلاین بڼه یوه نړیواله احتجاجي غونډه وشوه.

دغه غونډه د چمن او سپین بودلک د پولې له تړلو، پر کونړ ولایت د پاکستان توغوندیز بریدونو، د دور بابا دروازې باندې چېک پوسټ جوړولو او پر فضل خان ایډوکیټ د برید پر ضد وشوه.

د غونډې کوربانه شریف الله شرافت او سپوږمۍ مسید وو چې په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي او د پښتون کونسل همکاران دي.

د پښتون کونسل امریکا مشر او صدر رسول محمد د دغې غونډې پرانسته وکړه او وویل: "زمونږ ننۍ لاریون د پښتنو د ډیورنډ کرښې د بندیز، د ازغن تار د لګیدو، په کونړ باندې د پاکستان توغوندیز بریدونه او د پي ټي‌ اېم په مشرانو د حملو او د دروغو مقدمې درج کولو لړۍ د غندنې لپاره کیږي."

ښاغلي رسول محمد زیاته کړه چې د پولو د بندیدو څخه زیات تاوان د پښتنو اقتصاد او کلتور ته رسیږي.

هغه زیاته کړه: "زمونږ غوښتنه په موجوده وخت کې دا ده چې ازغن تار دې بیرته هغه ځای ته یووړل شي کوم چې په ۱۹۷۹ کې وو".

غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او اې پي اېس شهدا فورم صدر فضل خان ایډوکیټ هم وینا وکړه. ښاغلي فضل خان وویل چې د ده د چا سره دښمني نشته خو ګناه یې دا ده چې دوی د خپلو وژل شوو ماشومانو د قاتلانو پر ضد ولاړ دي. هغه وویل دا حمله ورباندې ریاست کړې ده. هغه وویل ددې حملې مقصد د هغه ویرول نه بلکې وژل وو.

د بشري حقونو فعاله او د پي ټي اېم مخکښه ثنا اعجاز هم په دې غونډې کې ګډون درلود او وویل:

"کله چې ولس د بېدارۍ خبره کوي، د ترهګرۍ پرضد د سولې خبره کوي، د خپلو وسایلو او اختیار خبره کوي، د جبري ورکو خلکو خبره راپورته کوي او نړی ترې خبره وي ، د پښتنو یا د افغانانو د ټول وژنې خبره کوي نو هغوي خو یا په دې وطن کې جبري ورکیږي او یا یې هم ګواښي. "

مېرمن اعجاز وویل چې په هغېهم پاکستان کې مقدمې درج کړل شوۍ او نور ملګري یې هم چې د انصاف غوښتنه کوي پرې مقدمې درج کیږي.

په دې غونډه کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ او اسعداباد په ځینو سیمو کې د پاکستان له لوري توغندیز بریدونو په هکله هم خبرې وشوې.

د افغانستان د پارلمان غړو تیره اونۍ په دې اړه یوه غونډه هم کړې وه چې په کې ویل شوي چې په تېر یو کال کې د پاکستان پوځي ځواکونو له خوا د افغانستان په ختیځو سیمو په ځانګړي ډول نورستان او کونړ ولایتونو د هاوان ۱۳۰۰۰ بریدونه کړي چې په لسګونو ملکي وګړي پکې مړه او ټپیان شوي. په هم دې موضوع د افغانستان د کونړ ولایت نماینده جاوید فیصل هم خبرې وکړې.

ښاغلي وویل: "په افغانستان د تېرو ۱۳ کلونو راهسې د پاکستان له لورې دغه شان توغوندیز بریدونه کیږي په ځانګړي ډول په کونړ ولایت. نو مونږ په غونډه کې د دغې مسلې د حل لارو باندې خبرې وکړې او د افغان حکومت څخه مو وغوښتل چې د سیاسي او ډیپلوماټیکي لارې نه دغه ستونزه حل کړي ."

بشیر احمد بهرام خیل چې د کونړ د هغو سیمو اوسیدونکی دی او په تیرو بریدونو کې یې یو ملګری خلیل الرحمان هم وژل شوی وايی:

"کله چې د توغوندۍ برید کیږي‌ خلیل الرحمان له کوره راوځي چې د ټپیانو مرسته وکړي او روغتون ته یې بوزي نو دویمه توغندۍ راځي او په هغه کې شهید کیږي."

ښاغلی بهرام خېل وايي په وروستیو کې د دوی‌ پر سیمې دغه بریدونه ډیر زیات شوي او دغې سیلاني سیمو ته اوس خلک د توغوندیو له ډاره نه راځي.

که څه هم تر اوسه د پاکستان د پوځ او بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې اړه کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی او خارجه وزارت د وي او اې ډیوه پوښتنې ته هم ځواب نه دی ویلی خو پاکستان زیاتره وخت وايي دغه ډول بریدونه د پاکستاني ترهګرو ډلو پرضد کوي چې د هغوي په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

په دې غونډې کې د چمن او سپین بولدک ور د موضوع په اړه هم خبرې وشوې چې د مارچ په پیل کې د خلکو د تګ راتګ لپاره تړل شوی دی خو چارواکو په اپرېل کې د محدودې سوداګرۍ لپاره پرانیستو.

مجاهد خان اڅکزي چې یو تن پرلت کوونکی دی وویل: "د چمن او سپین بولدک د پولې تړلو ټول زیان دواړو خواوو پښتنو ته دی خو د دې پرضد پرلت اوس هم دوام لري او ۵۳ ورځ مو ده."

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه چې په وېش کې شاوخوا درې لکه دکانداران او ۱۴ لکه اوسیدونکي دي چې د سخت مالي زیان سره مخامخ دي.

د پاکستان حکومت تر لوی اختر پورې د چمن او سپین بولدک د پولې پرانیستو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۵۳ ورځو راهیسې په چمن کې د چمن او سپین بولدک ور بغیر د کوم شرط د پرانیستو لپاره احتجاجي پرلت روان دی.

د بلوچستان د داخله چارو وزیر ضیا لانګو په چمن سیمه کې د پولې د تړل کېدو په ضد احتجاج ته په اشارې ویلي وو چې د خلکو د روزګار د ستونځو د حل لپاره یې یوه کمېټۍ جوړه کړې خو هغه زیاته کړی وه چې نور به خلک پر پوله په اسانه او بې له قانوني‌ اسنادو تګ راتګ نه کوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG