لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوپيک فېصله چې د تېلو پېداوار به کموي د روس دپاره ګټه او د صدر بایډن دپاره ضربه ګڼل کېږي


د اوپيک ملکونو او اتحاديانو يې ويلي د نومبر د مياشتې نه به د 43.8 ميلين بيرل روزانه پيداوار په ځای اوس 41.8 ميلين بيرل تېل پيدا کو
د اوپيک ملکونو او اتحاديانو يې ويلي د نومبر د مياشتې نه به د 43.8 ميلين بيرل روزانه پيداوار په ځای اوس 41.8 ميلين بيرل تېل پيدا کو

د تېلو برامد کونکو هېوادونو تنظيم اوپيک د تېرې ورځ اعلان چې د پيټرولو په مجموعي پيداوار کې به د ورځې دوه ميلين بيرل کمی کوي ممکن ده روس وتوانوي چې په اوکرين کې د جګړې خرڅ پرې پوره کړي او د امريکا د ولسمشر جوبايډن لاره به ونيسي چې خپلو خلکو ته نور د تېلو قيمتونه کم نه کړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د تېلو د پيداوار کمی بايډن ته يو پيغام دی څوک چې په جولايي کې سعودي عرب ته تلی و خو ولې ښکاري دوره به يې نتيجه ورنکړي چې د نړۍ دويم غټ تېل پيدا کونکی بادشاهت قايل کړي چې د تېلو پيداوار کم نه کړي.

د وايټ هاوس چارواکو دا پرېکړه غندلې چې په ويانا کې د اوپیک 23 ملکونو کړې او څېړونکي وايي دا ګام به په راتلونکو مياشتو کې اقتصادي ګډ وډی جوړ کړي.

د خام تېلو بيې په نړيوال مارکيټ کې د څو مياشتو راهسې په کښته روانې وې خو د اوپيک د پرېکړې وروسته د تېلو قيمتونه بيا ختلي دي.

د وايټ هاوس د قامي امنيت سلاکار جيک سولېون او د ملي اقتصادي کونسل مشر براين ډيزی په يو بيان کې ويلي چې “ولسمشر (بايډن) د اوپيک په دې غلطه پرېکړه مايوسه شوی چې د تېلو په کوټه کې يې کمی راوستلی او دا په داسې وخت کې کيږي چې د نړۍ اقتصاد د وړاندې نه د روس په اوکرين د يرغل د لاسه اغېزمن دی”.

سولېون او ډيزی ويلي “په داسې وخت کې چې نړۍ ته په دوامداره توګه د انرجي رسول ډېر مهم دي دا پرېکړه به په کم امدن پيداکولو او مينځ محاله اقتصاد لرنکو هېوادونو ډېرې بدې اغېزې ولري چې د وړاندې نه پکې د تېلو بيې لوړې دي”.

د اوپيک ملکونو او اتحاديانو يې ويلي د نومبر د مياشتې نه به د 43.8 ميلين بيرل روزانه پيداوار په ځای اوس 41.8 ميلين بيرل تېل پيدا کوي.

د مارچ 2020 د کرونا وايرس د وبا د خورېدو وروستو اوپيک په وړومبي ځل د خام تېلو پيداوار کم کړی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي‌دي


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG