لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه سیاستوال وايي د قامي امنیت د نوي تګلارې نه بې خبره ساتل شوي دي


پاکستان د قامي امنیت نوي تګلاره دا هفته د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې په یوه غونډه کې منظوره کړه
پاکستان د قامي امنیت نوي تګلاره دا هفته د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې په یوه غونډه کې منظوره کړه

د حکومت مخالف پښتانه سياسستمداران وايي د بدامنۍ له امله د پښتنو سیمو ته د پاکستان د نورو برخو په مقابل کې زیات جاني او اقتصادي زیان رسېدلی دی خو د دې باوجود د قامي امنیت دپاره د پاکستان د نوي تګلارې په لړ کې پښتنو سیاسي مشرانو سره صلاح مشوره نه ده شوې.

حکومتي چارواکي وايي دا هفته اعلان شوي نېشنل سېکیورټي پالېسي (اېن اېس پي) په اړه د ګڼو او د بېلا بېل نظر لروونکو خلکو سره خبرې شوي او د هغوي مشورې پکې شاملې کړی شوي دي.

د وفاقى کابينى د منظورۍ وروسته د پوځ وياند ميحر جنرل بابر افتخار ويلى چى د هيواد وسلا وال ځواکونه به د پاليسۍ ترجیحات په ترلاسه کولو کې خپل کردار ادا کوي

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې جنرل افتخار اېن اېس پي د ملک د امنیت دپاره د "سنګ مېل" په څېر وبلله.

په پارلېمنټ کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو ګوندونو د اېن اېس پي پارلېمنټ ته په نه وړاندې کولو احتجاج کړی او دا یې دملکي ګټو په ضد ګام بللی دی.

د عوامي نېشل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی سردار حسېن بابک وايي د دوي ګوند تل د ترهګرۍ ضد تګلارو ملګرتيا کړي خو په موجوده پاليسۍ دوی خبر نه دي ساتل شوي ۔ نوموړې وويل چې ګاونډي هېوادونو سره ښه او ګټور تعلق پکار دی او دا د ولس سره تړلي خبرې دي چې د ولسې نمائندګانو نه پټې ساتل د اندېښنې خبره ده۔

ښاغلی بابک وايي "کله چې ټول پاليسې سټېک هولډر يو ځايې نو هغه پاليسي ګټوره وي."

سردار حسین بابک
سردار حسین بابک

د شمالي وزيرستان نه د خېبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړې مير کلام وزير وایي د قامي امنیت د نوي تګلارې نه وړاندې نېشنل ايکشن پلان جوړ شوی و ټول ولس په رضا وو خو بيا پې هغه شان عمل ونه لیدل شو.

نوموړې وويل په پاکستان کې عموما عام اولس ته يو شان پاليسي وړاندې کيږي او بيا په هغې عمل په هغه ډول نه کيږي۔ "زما خيال نه دې چې په قبائيلي ضلعو کې به په ترقياتي کارونو کې څه بدلون راشي او بشري حقونه پکې خوندي شي هلته روزانه اوس هم خلک زورول کيږي او زمه خيال دې چې دا به هم دغسې روان وي ځکه چي دا هم يو روايتي عمل ښکاري."

د خېبر پښتونخوا نه د سېنټ غړی سنېټر بهره مند وي او ای ډيوه ته وويل چې په دې پاليسۍ کې پارليمان په اعتماد کې نه دی اخېستل شوی نو څنګه به دا عام ولس ته د منلو وړ شي؟

سېنېټر بهره مند د اېن اېس پي په اړه وايي "دا د کاغذ يو تکړا ده ځکه چې پارليمان غړو سره خبرې نه دي شوي."

اېم اېن ای محسن داوړ
اېم اېن ای محسن داوړ

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي داسې پاليسۍ وړاندې هم جوړي شوي دي خو عملي کيږي نه نو ځکه پرې د ولس اعتماد نه پېدا کيږي.

محسن داوړ وايي "پاکستان تل دا خبره کوي چې د جيو سټريجک پاليسۍ نه جيو اکنامک پاليسۍ ته روان دی خو داسې ښکاري نه ځکه چې پاکستان اوس هم د طالبانو د پاره وکالت کوي."

معیدیوسف
معیدیوسف

د پاکستان د قامي سلامتیا مشیرمعيد يو سف تېره ورځ د اعلا چارواکو د غونډې ګډون والو ته د امنیت د تګلارې د بنیادي ټګو په اړه معلومات ورکړل. معید یوسف وویل د تګلارې مقصد د پاکستاني شهري "تحفظ، امنیت او وقار" یقیني کول دي او دا هدف به د اقتصادي پرمختګ دلارې ترلاسه کولی شي. "مضبوط اقتصاد به اضافي وسایل پېدا کوي چې په خپل نوبت به د پوځي او انساني امنیت دپاره په منصفانه ډول وېشل کېږي."

د حکومت د یو بیان ترمخه د امنیت قامي تګلاره یا اېن اېس پي د ټولو صوبو او د حکومت ټولو ادارو مشوره تیاره کړی شوي ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG