لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

په پاکستان کې د حکومت په ضد روان تحریک  سیاسي هواگانې نورې گرمې کړي دي

پاکستان کې د مخالفه ډلو لخوا دسینېټ د چېرمېن لرې کولو د فېصلې سره سم د پخواني صدر اصف علي زرداري دې دعوې د حکومت په ضد روان تحریک سیاسي هواگانې نورې گرمې کړي دي چې وايي د نومبر میاشتې نه وړاند ې به د عمران خان حکومت ختم شي.

اپوزیشن ډلو اعلان کړی دی چې د مخالفه ډلو اتحاد به په گډه باندې د سېنېټ د چېرمېن صادق سنجراني په ضد د ناباورۍ تحریک راوړي.

د پښتونخوا ملي گوند سېنېټر عثمان کاکړ وي او اې ډیوه ته ویلي دي چې مخالفه ډلې به سبا د نهې سه شنبې په ورځ د سېنېټ په سېکرټریټ کې د سنجراني په ضد د ناباورۍ تحریک جمع کړي.

په سېنټ کې د سیاسي ډلو شمېرې

د سېنېټرعثمان کاکړ وېنا ده چې اپوزیشن ډلو ته د سنېټ د چېرمېن په ضد د ناباورۍ تحریک لپاره د ٥٣ غړو ضروت دی او دا وخت د مخالفه ډلو سره د ٦٠ نه زیات سېنېټران موجود دي.

دا وخت په سېنېټ کې د سیاسي گوندونو د سېنېټرانو شمېر په داسې ترتیب جوړېږي.

مخالفه ډلې : مسلم لیگ (ن) 24 ېپلزگوند 20 جمعیت علما اسلام (ف) 4 نېشنل پارټي 5 عوامي نېشنل گوند 1 پښتونخوا ملي گوند 2 غړي دي.

حکومت پلوه: تحریک انصاف 14 اېم کیو ایم 5 بلوچستان عوامي پارټي 2 بلوچستان نېشل پارټي 1 مسلم لیگ فنکشنل 1 ،

سېنېټ کې دوه غړي د مذهبي ډلې جماعت اسلامي دي خو دې ډلې تر اوسه فېصله نه ده کړې چې د ناباورۍ تحریک کې به مخالفه ډلو سره ودرېږي او د حکومت ډلې سره. په سېنېټ 26 ازاد سېټېران هم شته.

د جسټس ملک محمد ارشد مقد مه او په حکومت باند ې فشار

د پاکستان پخواني وزیر اعظم نوازشریف ته د کرپشن د تورونو په یوې مقدمه کې د ٧ کالو بند سزا اورونکي قاضي ملک محمد ارشد په ضد د تېر خالی په ورځ هغې وډیو راتلو وروسته سیاسي فضا گرمه شوې ده کومه وډیو کې چې د غه قاضي ناصر بټ نومی تن ته وايی چې د نوازشریف په ضد یې فېصله د نامعلومه قوت په فشار ورکړې ده.

د اتواد په ورځ جج ملک ارشد ددې تردید کړی دی او دغه وډیو ته یې دروغ او جعلي ویلې او د وزیر اعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان ویلي دي چې حکومت به د وډیو د رامعلومولو لپاره ددې فرانزک اډټ او پلټنې کوي.

څیړونکي وايي چې د مریم نواز لخوا دغه وډیو رابرڅېره کولو سره د کرپشن په ضد مقدماتو د انصاف عمل مشکوک کړی دی.

گراني او دمخالفه ډلو په جلسو کې د اولس زیات گډون

د مخالفه سیاسي گوندونو په تازه اولسي جلسو کې په حکومت باندې تنقېد او نیوکې سېوا شوي

مطبوعات وايي چې د پاکستان پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري د خېبر پښتونخوا بېلا بیلو سیمو کې په جلسو کې د اولس گډون زیات شوې دې.

د څېړونکو ترمخه په پښتونخواکې د خلکو د حکومت مخالفه جلسو کې گډون ښايي چې اولس د اوسني حکومتي پالیسو نه خوشاله نه ښکاري.

د مخالفه گوندونه مشران وايي چې د تحریک انصاف په حکومت کې د روپۍ ارزښت کم شوې، دشیانو بېعې لوړې شوي او د نړیوالو مالیاتي ادارونه په سختو شرطونو پورونه اخستل شوي چې له وجې په اولس کې د حکومت خلاف غصه ورځ په ورځ زیاتیږي.

بلي لورې ته دپاکستان د سیاست تر ټولو طاقتوره گڼل کېدونکې صوبه پنجاب کې هم سیاسي فعالیتونه سېوا شوي دي. د حکومت مخالفه گوند مسلم لیگ په وروستی جلسه کې د څېړونکو په خیال د اولس گډون د توقعاتو نه زیات وو.

See all News Updates of the Day

په بلوچستان کې په دو جلا پېښو کې د ډبرو د سکرو یا کویلې د کانونو پنځه مزودران مړه شوي

د دوکۍ ضلعې د چارواکو په وينا، په راغه نومي سيمه کې درې مزدوران په کویله کان کې مړه شوي.

د دوکۍ د کویله کانونو مرستيال انسپيکټر دوست محمد په وينا، پېښه نن له غرمې وروسته رامنځ ته شوې.

" درې تنه په کې مړه شوي دي، اول د عبدالرسول په نامه کس د کولې کان ته لاندې تللی وو، يو څه ساعت پس د هغه زوی همايون او يو بل مزدور محمد ناصر د عبدالرسول په لټه پسې تللی چې د زهرجن ګېس له کبله هلته په کان کې مړه شوي، د مړه شوي پلار او زوی تعلق له افغانستان وردګ سيمې سره دی."

د دوکۍ د ځايي خبريال الله نور ناصر په وينا، د مړه شوي تن محمد رسول کورودانه(ښځه) او يو بل ماشوم زوی له څه مودې څخه هلته په ياده سيمه کې د دوی د مزدورۍ په کوټه کې ورسره اوسېدل.
" ښځه يې ناروغه ده هغه دلته د علاج لپاره راغلې وه، خو اوس يې د ميړه او زوی جنازې و مخ ته پرتې دي."
د چارواکو په وينا د مړه شویو مزدوروانو جنازې به د چمن له لارې د افغانستان وردګو ولایت ته لېږل کېږي.

دويمه پېښه د هرنايي ضلعې په شاهرګه سيمه کې رامنځ ته شوې،
د شاهرګې د چارواکو په وينا، په شاهرګه کې د کویلې کان کې زهرجن ګېس د جمع کېدو له کبله دوه تنه مړه شوي دي.
د ليويز چارواکو په وينا وژل شوي دواړه کسان د بلوچستان د پښتني سيمې پښين ضلعې اوسېدونکي وو.

د ليويز چارواکي محمد خان په وينا،
"د دواړو تنو جنازې مو له سرکاري کاغزي کاروايي کولو وروستو خپلې سيمې ته د ايمبولينس په واسطه ولېږلې."

د ال پاکستان لېبر فېدريشن صدر لالا سلطان په وينا،
د حکومت د بې غورۍ او نه پوښتنې له کبله په مرګونو پېښو کې زياتوالی راروان دی،
د لالا په وينا، روان کال 2024م کې د پاکستان په نورو صوبو کې 23 او يوازې په بلوچستان کې 41 کوله مزدوران مړه شوي دي.

"د بلوچستان په ګډون په ټول ملک کې 64 تنه مړه شوي دي."

د ال پاکستان لېبر فېدريشن تنظيم رپورټ دی چې، په کال 2023م کې د ملک په نورو صوبو کې 148 او په بلوچستان کې 132 کوله مزدوران په بيلا بيلو پېښو کې مړه شوي وو.

د بلوچستان په کوله کانونو کې زياتره د خېبرپښتونخوا، افغانستان او ځايي مزدوران کار کوي.

د پاکستان او ایران شریکه اعلامیه; د تجارت زیاتولو، افغانستان او ترهګرۍ په اړه ژمنې 

پاکستان او ایران رضا شوي دي چې په توندی سره به ازاده تجارتي لوظنامه حتمي کړي چې له مخې به یې دوه اړخیزه تجارت په راتلونکو پینځو کالو کې 10 بلینه ډالره ته رسوي.

په یو شریک بیان کې ویل شوي دي چې دواړه خیزه تجارت به د شریکو اقتصادي منصوبو، په سرحدي سیمو کې د ګډو مارکیتونو جوړولو، ازاد معاشي زونونو او د نوو تجارتي لارو پرانستلو په ذریعه سیوا کولی شي او ددې لپاره به دواړه خیزه سیاسي مشاورت او د تجارتي کمیتو غونډې کېږي.

د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي چې په دې هم موافقه وشوه چې د پاکستان او ایران سرحد به د امن نه خوشالۍ خوا ته بوځي او ددې لپاره په دې اتفاق او ژمنه ښکاره کړی شوه چې په د بجلۍ تجارت زیاتولو او ترسیل ترڅنګ د ګیس پایپ لاین منصوبه به سر ته رسوي.

بیان کې ویل شوي د ایراني صدر په درې ورځني سفر کې په خاصه توګه د ایران سیستان بلوچستان او پاکستان خوا ته بلوچستان کې د سماجي پرمختیا په اړه په اقتصادي او همکارۍ په ماډل زور راوړی شو.

د بلوچستان د تاجرانو اندېښنې

د کوټې چیمبر اف کامرس پخواني مرستیال بدرالدین کاکړ وي او اې ډیوه ته ویلي د پاکستان ایران ترمنځ دواړه خیزه تجارت لس اربه ډالره ته رسول هدف ټاکلو نه وړاندې هم د پینځو بلینو ډالرو هدف اېښودل شوی وو خو بیا تر لاسه نه کړی شو. بدرالدین زیاتوي:

”باید په دواړه خیزه تجارت کې د برامداتو او درامداتو د توازن خیال هم و ساتل شي او د پاکستان شیانو په خاصه توګه خواراکي اجناسو وریجو او مېوو ته پوره ځای ورکړی شي، نو بیا د دواړو خواوو په کاروبار او روزګار مثبت اثر لوېدلی شي .“

د کوټې چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري مرستیال صدر احد اغا وايي دا وخت د ایران او پاکستان ترمنځ تجارت یواځې یو بلینه دالره دی:

“دا نور زیاتېدی شي خو که د ایران سره په تجارتي لارو کې مشکلات کړی شي، په بلوچستان کې صنعتونو جوړ او تیکسونو کې رعایتونه هم ورکړی شي. “

د کوټې د چیمبر اف کامرس مشر عبدالله اڅکزي ډیوه ته ویلي چې د پاکستان او ایران ترمنځه بنیادي تجارت د بلوچستان د تجارتي لارو او په خاصه توګه د تفتان د لارې کېږي خو په امپورټ او ایکسپورټ کې یې د ایران سره ډېرې اهمې ستونزې موجودې دي. اڅکزي د پاکستان د حکومت نه ګیله من ښکاري :

”په تجارتي توګه اهم د ایراني صدر په دې سفر کې د بلوچستان تاجران له پامه غورځول شوي او د پاکستان د حکومت لخوا ورته هیڅ بلنه نه ده ورکړی شوې چې د ایران سره د تجارت په اړه غونډو کې شامل شوي وی او مونږه به ورته خپلې ستونزې هم اېښې وای“.

د افغانستان او ترهګرۍ په اړه شریک عزم

دواړو هیوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودګي د سیمې وجود او نړیوال امنیت ته ورپېښ خطر وبلو او د مخنیوي لپاره یې د شریک محاذ جوړولو باندې ژمنې وښودلې.

ددې ترڅنګ یې د پرامنه، متحد او خپلواکه افغانستان خپلې ژمنې تکرار کړلې او دواړو مشرانو د سیمې استحکام او اقتصاد په مخ بوتللو په لړ کې د شنګهايي همکاری کونسل د افغانستان په اړه د شریکه هځو زر پیلولو په ضرورت زور راوړلو.

د ایران او پاکستان مشرانو د هر رقم د ترهګرۍ غندنه وکړه او د مخنیوي لپاره یې د وړاندې نه موجود میکانزم نه دګتو پورته کولو زمنه هم ښکاره کړه.

نړیوال موضوعاتو شریک دریځ

دواړو مشرانو په غزه د اسرایل د بریدونو غندنه وکړله او د کشمیر مسله یې د ملګرو ملتونو د قرارداد په دڼا کې د حل کولو غوښتنه هم وکړله.

په شریک بیان کې په ځینو هیوادونو کې اسلامو فوبیا ، قران سپکاوي او د اسلامي شعایرو په ضد زیاتیدونکې پېښې وغندلې او په دې لړ کې یې د ملګرو ملتونو د قرارداد ستاینه وکړه.

په بیان کې ویل شوي د دواړو هېوادونو مشرانو په څینو عالمي موضوعاتو او په ځینو خبرو فکر مندۍ هم ښکاره کړلی او د ترهګرۍ ، منشیاتوانساني قاچاق ترڅنګ یې په علمي ، ثقافتي ، مذهبي ، تاریخي او د سیلګرۍ په اړه یې هم خپلې ژمنې تکرار کړلې.

په شریک بیان کې ویل شوي دي چې د ایراني صدر ډاکټر ابراهیم ریسي او د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ترمنځه په دواړه خیزه اړیکو او همکارۍ په دې خبرو اترو کې د ایران خارجه وزیر امیر عبدالله او د ایران او پاکستان نورو لوړ رتبه چارواکي هم موجود وو.

ایراني صدر د پاکستان صدر اصف علي زرداري، د سېنټ چېرمېن یوسف رضا ګیلاني او د قومي اسمبلی سپیکر ایاز صادق سره هم ملاقاتونه کړي او ورسره یې د سیمې او نړۍ په اهمو مضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضيو اورېدنو عدالتي بېنچ مات شوی

په پوځي عدالتونو کې د عامو ملکي خلکو د قضيو اورېدنو کالعدم ګرځولو ضد اورېدنه کوونکی د سپريم کورټ شپږ کسيزه بېنچ مات شوی او سپريم ‏کورټ د بېنچ بيا جوړولو معامله د ججانو درې کسيزه کمېټۍ ته لېږلې ده.‏

په درې کسيزه کمېټۍ کې د سپريم کورټ د چيف جسټس پشمول د سپريم کورټ درې مشران ججان شامل دي.‏

د شورو/ چارشنبې په ورځ د سپريم کورټ د جج جسټس امين الدین خان تر مشرۍ لاندې شپږ کسيزه بنچ په پوځي عدالتونو کې د عامو ملکي خلکو د ‏قضيو اورېدنې خلاف د خواستونو اورېدنه وکړه چې په کې مرکزي خواست کوونکو په بنچ اعتراض راپورته کړو او دا معامله يو ځل بيا د ججانو کمېټۍ ته ‏ولېږل شوه.‏

کله چې نن په سپريم کورټ کې په پوځي عدالتونو کې د عامو کسانو د قضيو اورېدنې کالعدم ګرځولو اپيلونو باندې اورېدنه پيل شوه نو سرکاري وکيل يا ‏اټارني جنرل عدالت ته وویل چې په وړوکي اختر کې د پوځ په تحويل کې ګېر 20 ملزمان خوشي شوي او خپلو کورونو ته تللي دي.‏

په اورېدنه کې جسټس ميا محمد علي مظهر د اټارني جنرل څخه پوښتنه وکړه چې ايا د خوشي کړل شوو کسانو خلاف اوس کومه مقدمه نشته؟ او عدالت د ‏اټارني جنرل دا بيان د رېکارډ برخه جوړه کړه.‏

د نوښار د نواز خان زوی دعوت خان هم د نهمې مې د احتجاجونو په تور کې نيول شوی وو او هغه اوس د پوځ په ولکه کې دی. وايي، زوی یې د نيول کېدو ‏وروسته يوه نيمه مياشت غايب وو.‏

‏"مونږ ته د پوځ نه فون راغلو چې ستاسو کس زمونږ سره دی بيا زه لاړم او پوځ ته مې خواست وکړو چې تاسو هغه څنګه او ولې نيولی دی؟ خو زما خبره چا وا ‏نه ورېده او چې کله د قضيې اورېدنه پيل شوه نو مونږ نه خو د اورېدنې نه خبر شو او نه راته دا پته ولګېده چې ايا د ده وکيل څوک دی".‏

د سپريم کورټ د پخواني چيف جسټۍ جواد اېس خواجه وکيل خواجه احمد حسېن په شپږ کسيزه بنچ اعتراض وکړو او وې یې ویل چې د نهه کسيزه بنچ د ‏جوړښت لپاره دې دا معامله د ججانو کمېټۍ ته ولېږل شي.‏

قانون پوه سلمان اکرم راجا وايي دا ډېره اهمه معامله ده چې ایا پوځي عدالتونه د عامو ملکي خلکو د قضيو اورېدنه کولی شي.‏

‏"په دې معامله د يوې غوڅې فېصلې لپاره ضروري ده چې د سپريم کورټ غټ بنچ جوړ شي چې داسې فېصله اولس ته د منلو وړ وګرځي او هغوي مطمين ‏وي چې څه وشول هغه د قانون او ايين مطابق وشو".‏

د ملکي کسانو خلاف په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو پرېکړه د کال م2023 د مې په نهمه د پاکستان تحریک انصاف د هغو تشدد څخه ډکو ‏احتجاجونه وروسته شوې چې کله د ياد ګوند مشر او پخوانی وزیر اعظم عمران خان د بډو رشوتونو په مقدمه کې د اسلام اباد هاىکورټ دننه ونيول شو.‏

پوځ د نهمې مې پېښه چې پکې پوځي ودانۍ او په لاهور کې د کور کمانډر کور سوځول شوی وو د پاکستان د تاريخ توره ورځ بللې وه او حکومت په دغو ‏احتجاجونو کې د برخه اخستونکو کسانو خلاف په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو فېصله کړې وه.‏

په عدالتي چارو نظر لرونکي خبريالان وايي لا هم د 85 ملکي کسانو ضد په پوځي عدالتونو کې اورېدنې روانې دي او هغوی د پوځ سره په ولکه کې دي.‏

د عدالتي چارو خبريال غلام نبي يوسفزی وايي، "د عدالت نننۍ پرېکړه دوه اړخونه لري، يو دا چې د زياتو ججانو بنچ فېصله او رای به زياته معتبره وي خو ‏بل طرف ته هغه کسان چې اوس په جېل کې دي د هغوي د بندي پاتې کېدو موده او د هغوي اذيت به اوږديږي".‏

د مې په ‏‎28‎مه شوې اورېدنه کې د جسټس امين الدین خان په مشرۍ کې شپږ کسيزه بنچ د کال 2023م دسمبر په خپله حکمنامه کې بدلون کړی او د اکتوبر د ‏مياشتې هغه فېصله یې معطل کړې وه چې پکې د نهمې مې د تشدد په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلول یې کالعدم ‏ګرځولي وو.‏

په دغه ترميم شوې حکمنامه کې پوځي عدالتونو ته د عادي خلکو د مقدمو چلولو اجازت ورکړل شوی وو خو ورسره یې دا هم ويلي وو چي تر څو په ‏حکومتي اپيلونو اورېدنه نه وي مکمل شوې نو تر هغې به يو ملزم ته هم نه سزا ورکول کيږي او نه به بري کولی شي.‏

د تورخم له لارې بیا افغانستان ته د بې اسناده کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده

په تېرو څو هفتو کې د هغو افغانانو وطن ته په ستنېدو کې چټکتیا لیدل کېږي چې په پاکستان کې په غېر قانوني توګه اوسېدل. افغانان وايي د پاکستان د حکومت اعلانونو او ګونګسو يې لا ويره سېوا کړې او له همدې کبله خپل وطن ته روان دي.

په تورخم کې حکومتي چارواکي وايي په پاکستان کې په غېرقانوني توګه د مېشتو افغانانو ترڅنګ د پي او آر او اې سي سي کارډ لرونکو افغانانو د ستنېدو شمېره د تېر وخت په نسبت زياته شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي د قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو د ایستلو د پاره په ټولو ممکنه لارو چارو باندې غور کوي، خو اوس لا د هغو کډوالو د ایستلو کوم پلان نه لري چې افغان کارډونه (اې سي سي) لري.

افغانان وايي په پاکستان کې يې ډېره موده تېره کړې، دلته يې روزګارونه کول او اوس غواړي په عزت سره خپل وطن ته لاړ شي.

د حاجرالله په نوم افغان کډوال وایي "مجبور شو چې خپل وطن ته لاړ شو او که هغه اول وي او که وروسته، ښه دا وه چې په وخت راغلو او نه راپسې چا غږ وو او نه بله څه خبره وه".

حاجرالله زیاتوي چې "خپل کور مو هلته نشته خو د بل چا په کور به په کرايه اوسېږو او څه چې په قسمت کې وي هغه به رارسيږي او کاروبار ته مو دستي نيت نشته او دې نه وروسته به ګورو چې څه مو په قسمت کې وو هغه به رارسېږي".

د خېبرپښتونخوا د حکومت د داخله چارو محکمې شمېرې ښيي د اپرېل په 23مه 669 غېرقانوني افغانان د تورخم د لارې خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د دې تر څنګ په تورخم کې حکومتي چارواکي وايي سږ کال د مارچ او اپرېل په مياشتو کې قانوني اسناد يعنې اې سي سي کارډ لرونکو افغانانو خپل وطن ته په ستنېدو کې پینځوس فيصده اضافه شوې ده.

د تورخم په لاره خپل وطن ته ستنېدونکي افغانان وايي پاکستان کې يې له څلوېښتو کالو نه زيات وخت تېر کړو او دلته يې د ګټې وټې هيڅوک پاتې نه شو نو ځکه خپل وطن ته ځي.

شمشېر خان هم افغان کډوال دی، هغه وایي کارډونه يې ورکړي دي او اول کې دفتر نه وو خو بيا وروسته دا سرکاري کارډونه د کډوالو ادارې يو اين اېچ سي ار دوی ته ورکړل:

"تاسو تا ما ووېل چې دلته اوس زمونږ روزي لنډه شوه او اوس خپل وطن ته ځو او په بغلان کې له هم يخني ده او جلال اباد ته ځو او هلته زمونږ هلک يوه کوټه په کرايه نيولې ده او هغه ټيلیفون کړی چې راشئ او زما سره به اوسېږئ".

د پاکستان نګران حکومت تېر کال د اکتوبر په پیل کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پروګرام اعلان کړی وو او د نومبر لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه پینځه لکه 50 زره نه زيات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي غره ته د ختلو بلوڅ وسله والو سره مذاکراتو لپاره د کمیټې جوړولو اعلان کړی

د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان وزیراعلا ښاغلي سرفراز بګټي ویلي غره ته د ختلو(بلوڅ وسله والو) سره د خبرو اترو لپاره یوه کمیټي جوړولی شي اؤ دا کمیټی به پارلیمان کې د موجودو ګوندونو، پارلیمان نه د بهر ګوندونو اؤ قبایلي شخصیاتو سره له خبرو اترو وروسته خپله غوڅه راي مخې ته راوړي.

د نهې په ورځ کوټه کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې ښاغلي بګټي‌ ویلي، صوبه کې د امن پځای کولو لپاره د کورنیو چارو وزیر ته هدف سپارل شوی اؤ هغه به د امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي.

وزیراعلا بګټي ویلي، موږ نه شو کولی چې ترهګر خپلې مخې ته پرېږدو، د ترهګرۍ خلاف جګړه کې به هر شخص اؤ ادارو ته خپل کردار ترسره کول وي.

هغه تور ولګولو چې د بلوڅ مزاحمت کوونکو اؤ مذهبي ترهګرۍ مزي له افغانستان څخه راغځېدلي خو قانون پځای کوونکې ادارې د ترهګرو مخې ته په کلکه ولاړې دي اؤ هغوي به خپلې مخې ته ته پرې نه ږدي.

د جبري لا درکیو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې سرفراز بګټي وویل د لا درکه کسانو په هکله یوازې پروپېګنډه کولی شي .

هغه دعوه وکړه چې د لا درکه کسانو 80 فیصدي قضیې هوارې کړل شوې دي.

تر دې وړاندې هم تېره میاشت سرفراز بګټې ویلي وؤ چې هغه د مرورو بلوڅانو سره پخپله خبرو ته تیار دی اؤ یاغي بلوڅانو ته د عامې بخښنې ورکولو په معامله یې د اسټیبلشمنټ باور هم ترلاسه کړی دی.

هغه د بیلتون پاله بلوڅ مشرانو سره د مذاکراتو لپاره د کمیټې جوړولو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په دې وروستیو کې بلوچستان کې یو وارې بیا په امنیتي ځواکونو د بریدنو لړۍ چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرفراز بګټي تر دې وړاندې په نګران حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله اؤ هغه د جبري بې درکیو پرضد د بلوڅانو لخوا کېدونکي احتجاجونو بې اساسه بلل اؤ ویل یې چې بې درکه کسانو کې زیاتره دهشت ګرد دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG