د امریکې په سېنېټ کې د هېواد په سرحد د امنیت او اوکراین او اسرایل سره د ۱۱۸ بېلین ډالرو مالیت د امداد د مجوزه قانوني مسودې مخالفت شوی چې له امله يې د هغه افغانانو سره د امریکې د مرستې لوظ هم د خطر ښکار شوي چې په افغانستان کې يې د امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
په امدادي کڅوړه کې داسې قانون هم تجویز شوی هغه زرګونو افغان کډوالو دپاره به په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواره کړي چې په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال په پوځي جهازونو کې امریکې ته رارسېدلي دي.
که په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړي د مجوزه قانون په نورو مادو متفق نه شول نو په مسوده کې د افغانانو د مرستې ماده به هم ناکامه شي.
د ډېموکرېټېک پارټۍ د لاطیني ډلې یا کاکس غړي په پوله د امنیت دپاره د مجوزه اقداماتو په خصوصي توګه مخالفت کوي. دا د پولې په اړه د ښي لاس د انتها پسندۍ تګلاره بلي او وايي تجویز شوی قانون د مهاجرت نظام بهتر کولو سره څه تعلق نه لري.
د کانګرس زاړه پاله غړي وايي مجوزه قانون د امریکې په جنوبي سرحد د غېرقانوني کډوالو راتګ د مخنیوي دپاره مناسب اقدامات نه لري.
که چېرې کانګرس مجوزه قانون په منظورولو کې ناکامه کېږي نو د ۷۶۰۰۰ هغه افغانانو په مایوسۍ کې به اضافه وشي چې په موجوده وخت کې په امریکا کې ژوند کوي خو د تېرو څو کلونو راهسې په کانګرس کې اختلافاتو له امله يې د اېمیګرېشن صورتحال غیریقیني دی یعني په امریکا به ورته مستقل رهایش او بیا شهریت ورکړی شي او که نا؟
د تېرو دریو کلونو راهسې د قانون سازانو یوه ډله او د افغانانو د مرستې دپاره کارکوونکي تنظیمونه کوښښ کوي چې د افغان اېجسمنټ اېکټ نومې په بل مجوزه قانوني مسوده ځانله ووټونه وشي چې له امله به هغه افغانان د غېر یقینۍ نه بچ شي کله چې يې په امریکا کې د اوسېدو دپاره د انساني همدردۍ په بنیاد د ورکړی شویو اجازت نامو یا پرول مېعاد ختم شي.
د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس ځینې غړي د هغو کډوالو د کره کتنې مخالفت کوي چې د کورنۍ غړي يې په کابل کې پاتې دي.
د امریکې حکومت افغان کډوالو ته د اپرېشن اېلایز وېلکم یا اتحادیانو ته د هرکلي نومې عملیاتو دلاندې په عارضي ډول د راتګ اجازت ورکړی و په دې لوظ چې بالاخېر به ورته په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواره کړی شي.
خو افغانانو سره د دغه لوظ د پوره کېدو د امیدونو ژوند لنډ ښکاري.
د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د ريپلېکن پارټۍ غړي د مجوزه قانون سخت مخالفت کوي او په سېنېټ یا د کانګرس په ایوان بالا کې يې منظورېدل هم مشکل کار ګڼل کېږي.
Forum