لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رضا رباني:‌ صوبو نه خپلواکي اخستل به د هیواد یووالی د خطر سره مخ کړي


پاکستان کې د حکومت مخالف سیاسي‌ ګوندونو او د مدني ټولنې غړو په اتلسم آییني ترمیم کې د بدلون کولو حکومتي تجویز باندې سخت غبرګون ښودلی او ویلي چې د ممکنه بدلون د لارې صوبو ته ورکړل شوې خپلواکۍ بېرته اخستل به د ملک یووالی له خطر سره مخامخ کړي.

په اسلام اباد کې د یو غیرحکومتي ادارې ډویلپمنټ کمیونیکشن نیټ ورک د انتظام لاندې یو بحث کې وینا کوونکو ویلي د اتلسم آییني ترمیم پرضد مهم چلوونکي دې د هیواد د ټولو سیاسي،‌ مذهبي او قام پرست ګوندونو په سلا تر لاسه شوي قامي تړون بې عزتي نه کوي.‌

د ډویلپنټ کمیونیکشن نیټ ورک بیان ترمخه د سینټ پخواني چیرمین سینټر میا رضا رباني ویلي د ملک غیرسیاسي عناصر د حکومت د لارې ‌په ملک کې حالات خرابول غواړي کوم چې به د مرکز او صوبو ترمنځ‌ فاصلې نورې هم سېوا کړي. د پاکستان پیپلز ګوند سره تعلق لرونکی میا رضا رباني وویل : ”چې په اتلسم آییني ترمیم کې بدلون کومې خبری چې اوس کیږي دا په اتلسم آییني ترمیم کې د ښوالي لپاره نه دي، دغه ترمیم نور هغه وخت ښه کیدی شي چې کله تاسو صوبو ته نوره خپلواکي ورکړی “ .

د عوامی نېشنل ګوند سینټر ستاره ایاز د ډویلپنټ کمیونیکشن نیټ ورک په دغه مکالمه کې وویل چې دغه آییني ترمیم غښوتونکي خپل هم نه دي خبر چې دوی څه کول غواړي، خو یواځې د خلکو د مسلو نه پام اړول غواړي. اغلې ایاز زیاته کړه چې په اساسي قانون کې بدلون به په پارلمان کې دوه پر درې برخې اکثریت ته اړتیا ولري ، چې دا د اوسني حکومت سره نه شته.

که څه هم تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي توګه د مخالفه ګوندونو دې غبرګونونو ته څه ځواب نه دی ویلی اؤ نه یې کوم ډاګیز اعلان کړی چې ګنې اتلسم اییني ترمیم ختموي خو حکومتي چارواکي وخت په وخت دغه ترمیم کې د اصلاحاتو په نوم دلاسوهنې اشارې کوي.

د پاکستان واکمن تحریک انصاف سینټر او د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز د جمعې په ورځ ویلي وو چې اتلسمې اییني ترمیم په ټول هیواد کې د کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره د جامع پالیسۍ په جوړولو کې یو خنډ دی ، ځکه چې د ده ترمیم وروسته په مختلفو برخو کې د مرکزي حکومت رول د پالیسۍ لارښودونو خپرولو پورې محدود شوې دی.

د پاکستان د وړو صوبو په ګټه اتلسم اییني بدلون په ۲۰۱۰کال کې د پیپلز پارټۍ په حکومت کښې پارلمان منظور کړی وو.چې تر مخه یې په ملکي دستور کښې د وړو صوبو ته په یو شمېر مېدانونو کې زیات واک اختیار ورکړل شوی وو او ددې نه غیرجمهوري مادې - شقونه لرې کړل شوي وو.

د دغه بدلون له لارې پارلېمان د پښتنو د صوبې نوم د صوبه سرحد نه په خېبر پښتنخوا بدل کړی ؤ.

د کال ۲۰۱۸ په لومړیو میاشتو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه د ملک په اتلسم آییني بدلون باندې نیوکې کړې وې کوم چې د دغه هیواد منتخب پارلیمان په متفقه توګه منظور کړی ؤ.

دغه آییني بدلون په داسې طریقه باندې جوړ کړی شوی وو چې په راتلونکې کې د پوځي حکومتونو مخه ونیولی شي. په دغه اییني ترمیم کې صوبو ته د زیات واک اختیار ورکولو سره د ملک وفاق مضبوط کړی شوی وو او ددې نه غیرجمهوري شقونه لرې کړی شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG