لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسامه بن لادن لمسی په هوايي برید کې وژل شوی


د اسامه بن لادن یو ۱۲ کلن لمسی د افغانستان او پاکستان سره په پوله د هوایي برید په ترڅ کې وژل شویدی.

د وژل شوي ماشوم پلار په یو لیک کې د خپل ځوی د وژل کېدو د خبر د اعلان پر وخت هغه د شهید په نامه یاد کړیدی.

دعربي خبري رسنۍ د راپور له مخې د اسامه بن لادن لمسی تیر کال د القاعده شبکې په یوه مرکز باندې د یو هوايي برید په ترڅ کې وژل شویدی.

د هغه پلار حمزه بن لادن د خپل ځوی د وژل کېدو خبر د دوو لیکونو له لیارې په ټولنیزو رسنیو باندې اعلان کړې و چې د میمري په نامه د منځني ختیځ د یو څېړنیز مرکز لخوا ترلاسه شوی و.

میمري د هغه د لیک ژباړه فاکس نیوز ته استولې وه په کوم کې چې هغه ویلي و:

(ځوی ته یې د شهادت مقام په نصیب شوی د کوم لپاره چې هغه هر وخت هیله درلوده. که څه هم دی ماشوم وه خو ده تل ددې هیله درلوده او له ما څخه به یې غوښتل چې که دی داسې یو جنګیالی شي چې د الله په لاره کې خپل ځان قربان کړي.)

حمزه بن لادن دا هم ویلي دي چې ځوی یې د خپل ژوند په وروستیو کې له نورو ماشومانو سره لوبې کولې او کله به یې د شهادت پېښې کولې. په ځمکه به سملاسته، سترګې به یې پټې کړې او په خوله به یې نرۍ مسکا خپره کړه.

په دغه لیک کې دا هم راغلي چې د اسامه ددغه ۱۲ کلن لمسي سره د بن لادن د کورنۍ پنځه غړي په افغانستان کې وژل شویدي.

خپله د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن چې په امریکا د سپټمبر د یولسمې نېټې د برید پلان جوړونکی ګڼل کیږي په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې یو پوځي مرکز ته څېرمه د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG