د ناروې د بشري حقونو د څېړنيز ليګ په نوم ډلې د ياد هېواد په سرښار اوسلو کې دوه ورځنۍ غونډه کړې چې پکې په افغانستان د بشري حقونو په عمومي ډول او په خاصه توګه د ښځو د حقونو جاج اخستل شوی. غونډه د نهې، سې شنبې په ورځ سرته رسېدلې ده.
په غونډه کې د نورو ترڅنګ د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټ کونکي رچرډ بېنېټ، په ناروی کې ميشت افغانانو او د حقونو کارمندانو ګډون کړی.
د غونډې په حقله څېړنيز ليګ په خپله ايکس پاڼه ليکلي چې ګډونوالو په افغانستان کې د روانو بشري حقونو د سرغړونو په حساب کتاب، د ښځو او جينکو د بشري حقونو، د جنګي صورتحال په ماشومانو د اغېزو، د ژوند د خطر سره مخ افغانانو د خونديتوب، افغانستان سره د بشري مرستو او په دوها کې د افغانستان په اړه د راروانې غونډې په تفصيل سره بحثونه کړي.
په کال 2021 کې د طالبانو د واک نيولو وروستو د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي نه پورته د جينکو په تعليم بندېز لګولی، د ښځو په کار کولو او د ښځو بغير د محرم نه په کرځېدو بندېز دی چې ټوله نړۍ يې انديښمنه کړې ده خو طالبان د نړيوالو غوښتنو ته پام نه ګرځوي.
نزدې درې کاله پوره کيږي چې طالبانو د افغانستان واک نيولی خو حکومت يې لا تر اوسه يو هېواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.
څېړنيز ليګ ليکلي په غونډه کې سپارښتنه شوې د هغه وخت پورې دې په افغانستان کې د حکومت سره د عادي چلن نه ډډه وشي تر څو په حکومت کې ښکاره بدلونونه ونه ليدل شي.
رچرډ بېنېټ په خپله ايکس پاڼه ليکلي ډېر خوشحاله دی چې د اوسلو په دوه ورځنۍ مثبته غونډه کې يې مېلمستيا وشوه او د مدني ټولنې لخوا راجوړې شوې ناسته کې يې په ناروی کې ميشت افغانانو سره ليدل کتل وشو. “افغان ښځو فعالانو بيا وهڅولم”.
بېنېټ ليکلي د غونډې بحثونه به د ريکارډ د پاره ډېر زر په يوټيوب او فوډکاسټ کې خواره کړل شي.
د کابل نه د وي او ای دفتر معلومات راکړي چې په غونډه کې د ګډونوالو افغانو ښځو د نومونو او نورې پېژندګلو تفصيل ميډيا ته نه دی ورکړل شوی.
خو دا د افغانستان په ځينې رسنيو کې رپورټ شوي چې د افغانو ښځو يوې وړې ډلې په غونډه کې د طالبانو د ځينې خواخوږو په ګډون ناخوښي ښودلې ده او احتجاج يې کړی.
Forum