لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوشل ميډیا: بي اېل ای په کوټه کې د بم چاودنې ذمه واري ومنله


په ټوېټر شریک شوي د بي اېل ای په مبینه بیان کې وېل شوي چې د کوټې په قندهاري بازار کې د بم حملې هدف د پولیس د تحقیقاتو څانګې یو لوړ رتبه افسر و. بیان وايي په چاودنه کې دوه پولیس ووژل شوو
په ټوېټر شریک شوي د بي اېل ای په مبینه بیان کې وېل شوي چې د کوټې په قندهاري بازار کې د بم حملې هدف د پولیس د تحقیقاتو څانګې یو لوړ رتبه افسر و. بیان وايي په چاودنه کې دوه پولیس ووژل شوو

بلوچستان لېبرېشن ارمي یا بي اېل ای نومې کالعدم تنظيم په کوټه کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د بم چاودنې ذمه واري ومنله. چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۵ زخمیان شوي دي.

په ټوېټر شریک شوي د بي اېل ای په مبینه بیان کې وېل شوي چې د کوټې په قندهاري بازار کې د بم حملې هدف د پولیس د تحقیقاتو څانګې یو لوړ رتبه افسر و. بیان وايي په چاودنه کې دوه پولیس ووژل شوو.

په بیان کې دړکه شوې چې په "بلوچ عوام کېدونکو د ټولو ظلمونو حساب" به اخیستل کېږي.

د بي اېل ای بیان جعفر خان کاکړ نومې تن په ټوېټر شریک کړی دی.

د پاکستان په شمول امریکې بي اېل ای غیرقانوني ترهګر تنظیم بللی دی.

په کال ۲۰۱۹ کې بي اېل ای ترهګر تنظيم ټاکلو په اړه بیان کې د امریکې د خارجه وزارت ترجمان وویل دغه تنظیم په بلوچستان کې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه په هدف کوي او ګڼ شمېر ترهګر حملې يې کړي دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په کوټه کې بم چاودنې دوه پولیس او دوه ملکي کسان ووژل.

د پولیس یو چارواکي وویل بم په یو موټر سایکل پورې تړل شوی و.

په کوټه کې د بم چاودنې نه مخکې چارواکو د یو بلوچ بېلتون غوښتونکي د نیولو دعوه کړې ده.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د بلوچ نېشنلسټ ارمي نومې ډلې د مبینه غړي د نیول کېدو په اړه خپل بیان کې د هغه پېژندګلو د ګلزار امام په نامه وکړه چې د شامبی په نامه هم یادېږي. پوځ د هغه ګرفتاري تنظیم ته سنګین ګزار وبللو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پوځ په خپل بیان کې وویل چې امام د بلوچ نېشنلسټ ارمي مشر وي او په کال ۲۰۲۲ کې يې د ډلې بنیاد اېښی و او د نورو وسله والو ډلو سره يې نژدې رابطې وې.

د رپورټ ترمخه د نورو بلوچ ډلو په شان د امام تنظیم هم په بلوچستان کې د بنیادي سهولتونو په منصوبو کې د چین د ښکیلتیا مخالفت کولو او په څرګنده يې ویلي وو د دغو منصوبو سره تړلي چینیان کارکونکي به به هدف کوي.

څېړونکې کیا بلوچ چې په بلوچ بېلتون خوښو ډلو نظر ساتي ناوری نه يې وي او ای ته په ايمېل کړي بیان کې وویل چې امام د ۲۰۰۹ راهسې په وسله والتوب کې ککړ دی او د بلوچ ډلو د ساخت مالي وسایلو او د عملیاتو د طریقه کار په اړه ډیر معلومات لري.

هغه وویل امام تجربه کار ګوریلا کمانډر دی په جنوبي بلوچستان کې پېژندلي څهره ده.

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG