نړیوالې امدادي ادارې اکسفېم ویلي په تېرو ۲۵ کلونو کې په لومړي ځل په نړیواله کچه انتهايي غربت او انتهايي شتمه مني څنګ په څنګ زیاته شوې ده.
د دغه معاشي عدم مساوات د کمولو دپاره اکسفېم د ټېکسونو د منصفانه نظام غوښتنه کړې ده.
ادارې دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې د نړۍ د شته منو ملکونو تنظیم ورلډ اکنامک فورم غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ د سوېټرز لېنډ د سیاحت په مرکز دېوس ښار کې شروع شوه.
په دېوس کې د ورلډ اکنامک فورم غونډې ته د دنیا د امیر ترینو خلکو د ناستې په څېر کتل چې په بېلینونو ډالرو خرچه پې کېږي، د لسګونو حکومتونو وزیران او د بېنکونو مشران پکې شرکت کوي.
د اوکراین د صدر مېرمن اولېنه زېلېنسکي هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د ورلډ اکنامک فورم سالانه غونډې ته وېنا وکړه او د غونډې ګډون والو نه يې غوښتنه وکړه چې د روس په ضد دې خپل اثر استعمال کړي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د ورلډ اکنامک فورم په غونډه کې شرکت دپاره د سلګونو په شمېره کې حکومتي چارواکي، د کاروباري دنیا مشران، دانشواران او فعالان دېوس ته رسېدلي دي.
ای پي وايي تر یوې هفتې پورې به د ورلډ اکنامک فورم د غونډې په موقع د لوږي، موسمي بدلون او په نړیوال اقتصادي پرمختګ کې د سست روۍ په شان په یو شمېر موضوعاتو خبرې اترې کېږي خو دا خبره هېڅ کله واضحه نه وي چې دا غونډه ترڅومره حد پورې کامیابېږي چې د دنیا حالت د ښه کولو د خپل عزم په لړ کې څومره عملي ګامونه اخلي.
د "سروایول اف دي رېچېسټ" یعني د شته منو خلکو بقا په عنوان خپل رپورټ کې چې د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوی اکسفېم وویل د دنیا اربب پتیان خلک نور هم مالداره کېږي.
د امریکې دپاره د اکسفېم د اقتصادي انصاف مشر نبیل احمد وي او ای سره خبرو کې د دېوس غونډه د دولت مېله وبلله او ویې وېل په داسې حال کې چې دغه غونډه کېږي د دوی تحقیق ښښي چې د دنیا یو فیصد تر ټولو شته منو خلکو په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ د دولت په دریو کې دویمه برخه دولت ترلاسه کړی دی.
نبیل احمد وویل شته منو خلکو په سټاک مارکېټونو کې ډیرې پېسې وګټلې او د ټېکس د ترقي پسند نظام د نیشت والي له امله يې جېبونو ته ډیره منافع یوړله.
د اکسفېم د اندازې ترمخه په نړیواله کچه یو اشاریه اووه بېلین کارکونکي په داسې ملکونو کې اوسېږي چې ګراني پکې زیاته ده او تنخاګانې پکې کمي دي او د دې په سبب غربت زیاتېږي. د خوراک او د توانای په قیمتونو کې او د ارب پتیانو په دولت کې اضافه شوې ده.
اکسفېم په خپل رپورټ کې وویل د خوراک او د توانای ګرانۍ د زیات امدن خلکو دپاره په ډرامايې انداز کې منافع ګټلې ده او د دغو توکیو کمپنو خپلو ارب پتي شراکت دارو ته په ریکارډ کچه زیاته پېسې ورکړي دي.
د اکسفېم نبیل احمد وویل د خوراک او توانای ۹۵ کمپنو د ۲۰۲۲ راهسې منافع دوچنده زیاته کړې ده.
اکسفېم غوښتلي چې په ارب پتیانو او لک پتیانو خلکو دې د ټېکس شرح تر پېنځه فیصد پورې زیاته کړی شي.
نبیل احمد وویل د اتفاق خبره دا ده چې که یو خوا د شته منو خلکو دولت زیات شوی نو د یو فیصد انتهايې شته منو خلکو ټېکس کم شوی دی. هغه وویل معاشي عدم مساوات ختمول ممکن نه دي خو پکار ده چې انتهايي شته من خلک منصفانه ټېکس ادا کړي.
د ورلډ اکنامک فورم صدر برګي برنده اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل دنیا د اقتصادي مشکلاتو نه محفوظ ساتلو دپاره پکار ده چې د جنګونو او شخړو حل راوېستل شي، دنیا د اقتصادي بحران نه وساتل شي او په نړیواله کچه د ټول شموله اقتصادي پرمختګ دپاره دې همکاري وکړی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال هېنري رېجوېل او د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي