لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ډيورنډ په کرښه اغزن تار ولې لګوي؟


د افغان حکومت د مخالفت سربیره هم پاکستان له افغانستان سره په ګډه پوله د اغزن تار غزولو کار په چټکۍ سره مخ په وړاندې بیايي.

پاکستان وایي د ۲۰۱۸م کال تر پایه به له افغانستان سره د اغزن تار غزولو کار ۹۲ فیصده بشپړ کړي.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو قومندان نعمان ذکریا وايي:"۱۰۶ کیلومټره سیمه زما تر څار لاندې ده چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه به دا مونږ په مکمله توګه وتړو او د دې نړیوالې پولې یو اینچ به هم داسې پاتې نه شي چې زمونږ په ولکه کې نه وي"؟

پاکستاني چارواکي وایي دا کار به له دواړو هیوادونو د وسلوالو د اوښتو مخه ونیسي او په سیمه کې به ترهګري کمه شي.

خو افغان څیړونکی او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال وايي- "افغان چارواکي په دې نظر دي چې پر پوله اغزن تار به د پولې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو ته لا نورې ستونځې جوړې کړي".

کابل او وشنګټن پر پاکستان تور لګوي، چې وایي هغو ترهګرو ته یې پناه ورکړې، چې له هغه ځایه په افغانستان کې وسلوالې حملې تنظیموي

د پاکستان حکومت وايي پر پوله به شاوخوا ۷۵۰ امنیتي څوکۍ او وړې کلاګانې هم جوړې کړي، چې د څارنې اعلی ټیکنالوجي به پکې نصب کړي. وایي له دې سره به سرحدي عسکر په اسانۍ سره د پولې دواړه خواوې وڅاري.

د پاکستان پوځي چارواکي وایي پر دې پلان به يې ۵۵۰ میلینه ډالره خرڅ ولګیږي، چې وایي په وسیله به یې نهه فوټه غبرګ تار د شپږ فوټه په فاصلې سره پر اغزن تار برسیره ولګول شي

په خیبر پښتونخوا کې څیړونکی او د باچا خان پوهنتون پخوانی وایس چانسلر ډاکټر فضل رحیم مروت وايي-

"پاکستان دا ویره لري چې افغانستان به له خپلې خاورې سره د دې سیمې د یو ځای کولو هڅه وکړي او له پاکستاننه به د پښتنو سیمه بېله کړي".

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۰۰ کیلو میتره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې نه خو د افغانستان د حکومت په رسمي توګه منلې او نه هم د کرښې په دواړو خواوو کې میشتو قومونو ته د منلو وړ ده.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG