لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بون کانفرنس کښې دپاکستان دگډون نۀ کولو فيصله


د کال ٢٠١١ د پنځم دسمبر په بون غونډه کښې د افغانستان د موجوده حکومت بنیاد ایښودی شوی وو
د کال ٢٠١١ د پنځم دسمبر په بون غونډه کښې د افغانستان د موجوده حکومت بنیاد ایښودی شوی وو

پاکستان په مومند قبائیلي سیمه کښې دنيټو دبريد خلاف دخپل عکس العمل څرگندولو په لړ کښې دجرمني بون ښار کښې دافغانستان د مستقبل په موضوع کیدونکې بين المللي کانفرنس کښې دگډون نۀ کولو فيصله کړې ده.

دغه فیصله مرکزي کابینې د گل په ورځ خپله غونډه کښې کړه ده چې مشري يي وزیراعظم یوسف رضا گیلاني په لاهور کښې کړې ده.

د وزیراعظم د دفتر نه مطبوعاتو ته جاري کړی شوی بیان وائي پاکستان افغانستان کښې د امن او ثبات د پاره د کوششونو ملاتړ کوي او نړي واله ټولنه به هم په بون کښې افغانستان کښې د امن او د جوړ جاړي د عمل ډله اوکړي.

بیان وائي پاکستان امید لري چې د بون غونډه به په کامیابۍ تمام شي خو په موجوده حالاتو کښې پاکستان په دغه غونډه کښې د برخه نه اخستلو فيصله کړې ده.بیان کښې د پاکستان دا گله هم تکرار کړی شوې ده چې د ترهگرۍ خلاف جنگ کښې د پاکستان قربانۍ نه دي منلی شوي.

بیان زیاتوي چې د نړي والې ټولنې سره تعلقات دا وخت د معمول په کچه نشې پاتې کیدی.

بون کښې د افغانستان د آئنده په مو‍ضوع غونډه د دسمبر د میاشتې په پنځمه نیټه کیدونکې ده. د دې نه وړاندې د کال ٢٠١١ د دسمبر د میاشت په پنځمه هم په بون کښې د افغانستان په موضوع نړي واله غونډه شوې وه چې پکښې د طالبانو د واک نسکوریدو ورستو د موجوده افغان حکومت بنیادونه ایښودی شوې وو.

دمبصرينو وينا ده دبون غونډه کښې د پاکستان شرکت نۀ کول به ددغه بين المللي کانفرنس لپاره يوه سخته ضربه وي ځکه چې دهغوي په فکر پاکستان د افغانستان د امن په کوششونو کښې اهم کردار لري په افغانستان کښې د طالبانو سره دامن او جوړجاړي عمل پرمخ بوتللو کښې اسلام اباد مرکزي کردار لري.

بل اړخته، کابل کښې د افغانستان د خارجه وزارت ترجمان جانان موسی' زۍ پاکستان نه د بون په راتلونکې غونډه کښې د برخه اخستلو غوښتنه کړې ده. هغه وئیلې کانفرنس کښې د پاکستان گډون ډیر اهمیت لري.

له دې وړاندې دکابينې دکارروايۍ دتفصيلاتو په اړه يولنډ بيان کښې وئيل شوي وؤ مومند ايجنسۍ کښې دنيټو خونړي بريد او دپاکستان دصدر سره منسوب خط په اړه دپارليمان دملي سلامتۍ کميټۍ دسفارشونو ترلاسه کيدو وروستو به وزيراعظم گيلاني قومي دقومي اسمبلۍ او سينيټ گډه غونډه راغواړي.

" کابينې په متفقه توگه د ايبټ اباد او دمومند ايجنسۍ په پشان ديو اړخيزه کارروايۍ ناقابل برداشت گرځولي"

خارجه وزيرې حنا رباني کهر دکابينې غړو ته د24ؤ پاکستاني پوځيانو دوژنې په پيښه حال احوال تير کړو او غونډه دهاغو هڅو څخه هم خبر کړل شو چې د هغې په وینا دپاکستان دسيمه ييزو حدودو او بين المللي قوانينو دخلاف ورزۍ ددغه پيښې دارزښت په ډاگه کولو لپاره يې حکومت کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG