لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د کرکټ ورلډ کپ سیمي فائنل کې


پاکستان د کرکټ ورلډ کپ سیمي فائنل کې
پاکستان د کرکټ ورلډ کپ سیمي فائنل کې

د پاکستان کرکټ ټیم بنگله دیش کې د کرکټ روان ورلډ یا نړي وال کپ په وړمبي کوارټر فائنل مقابله کې د شورو په ورځ ویست انډیز ته ماتی ورکړی دی او دا رنگ د مقابلو سیمي فائنل ته رسیدلی دی.

پاکستان ویست انډیز ته په ١٠ وکټو ماتی ور کړو.

پاکستان د ویست انډیز ١١٢ رنز په ٢٠.٥اورونو کې سر کړل او یو لوبغاړی يي هم نه وو اؤټ شوی. د پاکستان اوپنرانو محمد حفیظ او کامران اکمل بهترین بیټینگ اوکړو. محمد حفیظ ٦١ رنز جوړ کړل او کامران اکمل په ۴٧ رنز ناټ اؤټ پاتې شو.

محمد حفیظ د مقابلې غوره لوبغاړی یا مین اف د میچ وو ټاکلی شو. د ٦١ رنزسره سره هغه بالنگ کې دوه وکټې هم واختسې.

اسټریلیا او د ورلډ کپ کوربه هیواد هند به د ورلډ کپ په بل کوارټر فائنل کې د زیارت په ورځ د هند احمد اباد ښار کې د یو بل سره مخامخ کیږي. د مقابلې گټونکی ټیم به پاکستان سره په سیمي فائنل کې لوبیږي.

د بنگله دیش په میرپور ښار کې د پاکستان او ویسټ انډیز میچ کې ټاس ویسټ انډیز اوگټلو او د بیټنگ فیصله يي اوکړه. ويسټ انډيز ټول ټيم په 43.3 اورونو کې په 112 رنز اوټ کړى دى.

ويسټ انډيز په اولنو شپږو اورونو کې يې درې اهم بيټسمينان کرس گيل، ډيون استمهـ او ډيرن براوو اوټ شول.

گيل اتۀ رنز جوړ کړل او هغه دفاسټ باؤلر عمر گل په بال دچوکې لگولو په هڅه کې دپاکستاني کپتان شاهد افريدي په لاسونو کيچ اوټ شو.

په دغه وخت دويسټ انډيز مجموعي سکور څوارلس ؤ، خو دميچ په شپږم اوور کې اف سپن باؤلر محمد حفيظ اسمتهـ او براوو اوټ کړل چې په دغه موقعه دويسټ انډيز دټيم مجموعي سکور شپاړس وؤ.

شاهد افريدي څلور وکټ ترلاسه کړې او دغه شان د21 وکټو سره هغه دټورنامنټ تر ټولو زياتې وکټ ترلاسه کوونکى باؤلر دى.

سعيد اجمل چې داسپنر باؤلر عبدالرحمان پځايې ټيم کې شامل کړل شوى ؤ دوه وکټ ترلاسه کړې.

عبدالرزاق او عمر گل هم يو، يولوبغاړى اوټ کړى دى.

دويسټ انډيز لخوا تر ټولو زيات رنز چندرپال وکړل چې هغه په 106ؤ باؤلونو په 44 رنز ناټ اوټ پاتې شو.

دواړه ټيمونه دورلډ کپ مقابلو کې اتۀ ځله يو بل ته مخامخ شوي چې پکې ويسټ انډيز شپږ او پاکستان دوه ميچونه گټلي دي.

دواړو ټيمونو په 1979ء او 1983ء کې هم ديو بل په ضد دورلډ کپ سيمي فائنل کې ميچ کړى ؤ چې ويسټ انډيز گټلي وؤ.

په وروستني ورلډ کپ يعنې 2007ء دگروپ ميچ کې ويسټ انډيز پاکستانى ټيم د241 رنزو دهدف په جواب کې په 187 رنز اوټ کړى ؤ.

Recommended

XS
SM
MD
LG