لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا وائي پاکستان او هند به امن پځايې وساتي


دهندوستان او پاکستان ترمينځ دتاؤتريخوالي داوسنو پيښو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وياند مارټن نيسرکي وويل چې پاکستان دملگرو ملتونو عسکري مبصرې ډلې( يو اين ايم او جي ائي پي) ته دجنورۍ په شپږمه نيټه دهندي مداخلت په اړه گيله کړې
دپاکستان او هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) درامينځته شوؤ تاؤتريخوالي داوسنو پيښو وروستو پينټاگون ددې هيلې څرگندونه کړې ده چې دواړه هيوادونه به په سيمه کې دامنيت ټينگښت پځايې ساتي.
دپاکستان او هند لخوا په لائن اف کنټرول داوربندۍ دسرغړونو داوسنو تورونو وروستو پريس سيکرټري جارج لټل په يو بريفنگ کې وويل دپاکستان او هند ترمينځ دتاريخي شخړو معامله يوه داسې ستونزه ده چې دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا پرې ډير ښه پوهيږي.
ددفاع په محکمه کې دبريفنگ په مهال لټل دا هم وويل چې مونږ ټول او زمونږ پاکستاني او هندوستاني مرستيالان هيله کوي چې په سيمه کې به ثبات او امنيت پځايې وي.
په عين حال کې دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ په ډاگه کړې ده چې تشدد په دواړو هيوادونو کې ديو لپاره هم دمعاملې هوارى نۀ دى.
دهغې وينا وه چې مونږ ددواړو هيوادونو دحکومتونو سره ( دجگړې ) دشدت دکمي ، په لوړه کچه دهغوي ترمينځ دروغې جوړې لپاره صلاح مشورې کوؤ.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ وئيلي دي ښه به دا وي چې دواړه هيوادونه معامله پخپله هواره کړي خو که چرې دغسې ونۀ شو نو معامله تر ملگرو ملتونو پورې ورسيده نو بيا به هم امريکا په دې اړه مرسته کوي
دترهه گرۍ دشخړې په اړه ددفاع دمحکمې وياند وويل امريکا په دې خبره ژمنه ده چې دپاکستان او هند پشمول به دنړۍ دټولو هاغو هيوادونو سره اوږه په اوږه ولاړه وي څوک چې دهاغو ترهه گرو په ضد گامونه اخلي کوم چې دپاکستانيانو، هندوستانيانو او امريکايانو په گډون اولسي وگړي وژني.
لټل وويل دترهه گرۍ له امله مونږ ټول اغيزمن شوي وؤ، مونږ باور کوؤ چې دترهه گرو ډلو په ضد متحده محاذ ته اړتيا ده.
بل لوري ته ملگرو ملتونو په پاکستان او هند غږ کړى چې په کشمير کې دې اوربندۍ ته درناوى ولري.
دهندوستان او پاکستان ترمينځ دتاؤتريخوالي داوسنو پيښو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وياند مارټن نيسرکي وويل چې پاکستان دملگرو ملتونو عسکري مبصرې ډلې( يو اين ايم او جي ائي پي) ته دجنورۍ په شپږمه نيټه دهندي مداخلت په اړه گيله کړې، خو دپاکستان دپوځ يا هندي پوځ له اړخه يې دجنورۍ د8مې نيټې دپيښې په حواله کومه گيله نۀ ده ترلاسه کړې.
ديو پريس بريفنگ په مهال دملگرو ملتونو وياند وويل بايد دواړه هيوادونه دروان تاؤتريخوالي دکمي لپاره دمذاکراتو لاره خپله کړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG