لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان تاوتریخوالي د ونډو بازارونه غورځولي


د پاکستان او هندوستان تر منځه د دریو ورځو راهسې روان تاو تریخوالي له امله د دواړه هیوادونو د ونډو بازارونه یا سټاک اېکسچېنج هم غورځیدلي.

تیره ورځ (زیارت/ پنجشنبې) د کراچۍ د ونډو بازار یا سټاک اېکسچېنج د ۱۲۸ پواېنټونو د کمۍ وروسته په ۳۸۸۲۱ بند شوی وو. هم دغه شان د هندوستان د ونډو بازار هم ۶۸.۲۸ پوانټونه لاندې پریوتی.

د دواړه هیوادونو تر منځه د اړي ګړي کمولو لپاره بیا د نړیوالو طاقتونو لخوا د هڅو او بیانونو له امله د ونډو بازارونه بېرته ښه شوي او نن بیا د کراچۍ سټاک اېکسچېنج د تیرې ورځې په پرتله د ۷۱۸ پواېنټونو د زیاتوالي وروستهپه ۳۹۵۳۹ وتړل شو.

اقتصادي کار پوهه او خبریال وکيل الرحمان وايي د دواړه ګاونډي هیوادونو د تاو تریخوالي له امله د شورو یا چارشنبې په ورځ د ونډو بازار ډير غورځیدلي وو. او بیا د زيارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان لخوا د دوو هندي الوتکو رانسکورولو وروسته د ونډو بازارنونه نور هم لاندې تللي.

وکیل الرحمان وايي: ٫٫ پرون چې د امریکا، برتانيېاو ځنو نورو هېوادونو لخوا بيانونه راغلل نو ورسره د ونډو بازار بيرته ښه شول. خو په خلکو کې اوس هم ويره شته.٬٬ نوموړی زیاتوي د پاکستان لخوا د هوايي لارو د تړلو سره نه یواځې د ټېکس په مد کې پاکستان ته ډېر تاوان اوختی په هوايي لاروکېدونکي سوداګري ورسره هم اغېزمنه شوې.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پروفیسر معراج الحق بیا وايي د جنګ په وجه د هندوستان او پاکستان تجارت هم زیانمند شوی. د نوموړي تر مخه د دواړه هیوادونو ترمنځه نور تاوتریخوالی به په خارجي سرمایه کارئ، درامدات، برامدات او مجمو عی اقتصاد هم بد اغیر وغورځوي.

ښاغلی معراج الحق وايي که جنګ غځیږي نو بیا به په بېړني حالاتو کی د پرمختیا یا ترقیاتي بجټ هم دفاع ته لاړ شی. او که داسې وشوه نو دواړه هیوادونه به د نور غربت او بی روزګارۍ سره مخ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG