لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دگيس پائپ لا ئن د پرانستې دستوره به په 11م مارچ کيږي


خواؤشا ددوؤ لسيزو دانتظار وروستو د7.5 بلينو ډالرودپاکستان اؤ ايران دگيس پائپ لا ئن دمنصوبې پرانسته به ددواړو هيوادونو صدران دمارچ په 11مه نيټه کوي.
له دې وړاندې دواړو هيوادونو ددغه منصوبې پرانسته په 4م مارچ دکولو پلان لرلو، خو ددستورې دناکافي تيارو له امله يې دغه پرانسته تر يوې اوونۍ وځنډوله.
يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې په دغه اړه وئيلي دي چې ”دمنصوبې پرانسته به دپاکستان اړخ ته په پوله دمارچ په 11مه نيټه کيږي اؤ مونږ هيله کوؤ چې ددواړو هيوادونو صدران به په دغه موقع موجود وي“
په اسلام اباد کې تعينات گڼ شمير غيرملکي سفيرانو ته په دغه دستوره کې دگډون بلنه ورکولى شي.
دپاکستان صدر اصف علي زرداري په تهران کې دايران دصدر محمود احمدي نژاد اؤدايران دروحاني پيشوا خمينۍ سره دليدنې وروستو تيره ورځ خپل هيواد ته بيرته ستون شوى ؤ.
څيړونکي وائي دپائپ لا ئن ددغه معاملې له امله پاک امريکا اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار کيدى شي، ځکه چې واشنگټن ديادې شوې پروژې مخالفت کوي.
دشورو په ورځ دامريکا دخارجه محکمې مرستيال وياند پيټرک وينټريل وئيلي وؤ” دا دهغوي په گټه ده چې ځان دپابندۍ لگولو دجوگه عمل څخه وساتي، اؤ مونږ دهغوي( پاکستان) دانرژۍ دضرورتونو پوره کولو لپاره مرسته کوؤ. “
دگيس پائپ لا ئن دغه منصوبه په تيرو وختونو کې هم ديو لړ ستونزو سره مخ شوې ده، په ابتدائي ډول دغه منصوبه په کال 1994ء کې دايران، پاکستان اؤ هندوستان دگيس پائپ لا ئن په توگه پيل شوې وه، خو په 2009م کې هند امريکا سره دسول نيوکلئير تړون کولو لپاره دمنصوبې څخه ځان بيل کړو.
دايران اړخ ته پائپ لا ئن تقريباً مکمل شوى دى ، خو پاکستان ددغه پراجيکټ په اړه ديو لړ ستونزو سره مخ دى چې پکې ايران سره ددغه منصوبې دمکملولو په صورتحال کې دامريکا له لوري ممکنه پابندۍ اؤ دپروژې لپاره درقم ستونزې ديادونې وړ دي.
پاکستان پلان لري چې دپائپ لا ئن په ذريعه دروزانه په بنياد ايران څخه 21.5 ملينه کيوبک ميټره گيس درامد کړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG