لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: د پاکستان پوځ او ای ایس ای القاعده په افغانستان کې روزلې


د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په افغانستان کې د جگړې لپاره ترهگرې ډلې القاعدې ته روزنه ورکړې وه، خو د ستمبر ۱۱م د ترهگرۍ د پېښې ورسته پاکستان ددغه ډلو پر ضد خپله تگلاره چورلټه بدله کړه.

عمران خان دغه خبره د امریکا د نیویارک ښار په څېړنیزه اداره سي اېف آر کې د هغې پوښتنې په ځواب کې کړې چې ایا د پاکستان پوځ یا حکومت په پاکستان کې د اسامه بن لادن د پاتې کیدلو په اړه کومې پلټنې کړي؟ عمران خان په ځواب کې ویلي پلټنې به شوې وي خو ده ته يې معلومات نشته.

عمران خان د دغې پوښتنې په ځواب کې وړاندې ویلي چې د القاعده په شمول نورې وسله والې ډلې د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای د روس پر ضد جنگېدو لپاره تربیه کړې وې.

په سي اېف آر کې د خبرو اترو په وخت د پاکستان وزیراعظم د افغانستان په حالاتو، د پاکستان په اقتصادی صورتحال او د امریکې سره د پاکستان د اړیکو ترڅنگ په یوشمېر نورو موضوعاتو هم خبرې کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د کال 2001م کال تر حملو وروسته د ترهگرۍ پرضد جنگ کې د امریکا سره د پاکستان ملگرتیا د دغه هیواد (پاکستان) تر ټولو لویه غلطي وه.

د پاکستان وزیراعظم نه د امریکا د دفاع پخواني سېکتر جېم مېټس پاکستان ته د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد ویلو په اړه پوښتنې په ځواب کې نوموړي ویلي: "جېم مېټس د حالاتو په اړه صحیح معلومات نه لري". د هغه په نظر، مذهبي توندروۍ او د وسله والو ډلو مسله پاکستان ته د 1980م د لسیزې راهسې په افغانستان کې د روس خلاف جنگ د وخت نه پاتې ده.

د امریکا د دفاع پخواني سېکتر جېم مېټس څه وخت وړاندې ویلي وو چې د مذهبي تندورۍ د زیاتېدو او اېټمي وسلو لرلو په سبب پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی.

عمران خان زیاته کړې چې د 1980م په لسیزه کې د پاکستان استخباراتي ادارې، ای ایس ای د امریکا په مرسته د روسیانو پرضد جنگ لپاره د ټولې اسلامي نړۍ څخه افغانستان ته تللي وسله وال تربیه کول. نوموړي ویلي:

" د روسیانو خلاف جنگېدو لپاره مونږ دا وسله والې ډلې جوړې کړې".

نوموړي ویلي د روس خلاف د جنگ په وخت "د جهاد د عظمت" خبرې کېدلې. ښاغلي خان وویلي دا خبره به هېڅ کله هېره نکړي چې د هغه وخت د امریکا صدر رانلډ رېگن ٫٫ مجاهدین مشران٬٬واشنگټن ته بللي وو او وېل یې چې په اخلاقي توگه دغه مشران د امریکې د بانیانو برابر دي. په دغه وخت ٫٫ جهادیان اتلان وو.٬٬

د پاکستان وزیراعظم ویلي چې روس افغانستان نه ووتلو نو امریکا هم سیمې ته شا کړه "او وسله وال یې پاکستان ته پرېښودل."

عمران خان وویل په امریکې د 2001م کال له حملو وروسته پاکستان یو وارې بیا د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د امریکا ملگری شو او د پاکستان نه تمه کېدله چې د دغو "ترهگرو ډلو" خلاف گامونه پورته کړي.

هغه وویل کله چې وسله وال د روس خلاف جنگېدل نو اتلان گڼل کېدل خو اوس چې امریکا افغانستان ته تللې نو خلاف یې مزاحمت "ترهگري گڼل" کېږي.

عمران خان وویل پاکستان وسله وال تربیه کړل او ورته یې وېل چې جهاد "عظیم" کار دی "خو اوس هم دغو ډلو ته وایوو دا ترهگري ده."

عمران خان زیاته کړې د 2001م کال له حملو ورسته د پاکستان امریکا سره ملگری کېدل تر "ټولو لویو غلطيو نه یوه" وه. هغه زیاته کړه چې د دې پرته هم په پاکستان الزام لگول کېږي. "زه فکر کوم چې دا د پاکستان تر ټولو بد وخت وو."

د افغانستان د مسلې په اړه د خبرو په وخت عمران خان ویلي د افغانستان د مسلې حل په جنگ کې نه دې او امریکا په نورو 19 کلونو کې هم په افغانستان کې کامیابي نشي ترلاسه کولی.

عمران خان د گل، دوشنبې، په ورځ په نیویارکې د کاونسل ان فارن ریلېشنز نومې څېړنې ادارې یوې غونډې ته وویل چې هغه به د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ته هم دا خبره کوي چې جنگ د افغانستان د مسلې حل نه دی.

عمران خان وویل هغه به د گل، دوشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ سره ویني او ورته به وايي چې د افغانستان مسله پوځي حل نه لري. "په 19 کلونو کې که تاسو کامیابي ترلاسه نه کړه، نو په نورو 19 کلونو کې هم نه شئ کامیابېدی."

XS
SM
MD
LG