لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلېمان امریکا سره د اړیکو په سفارشونو اتفاق کړی


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گېلاني د زیارت په شپه د قامي سلامتیا کمېټۍ لخوا وړاندې کړل شوي سفارشونو د منظورې وروسته پخپله وینا کې وویل چې په دغه سفارشونه به عمل کولې شي.
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گېلاني د زیارت په شپه د قامي سلامتیا کمېټۍ لخوا وړاندې کړل شوي سفارشونو د منظورې وروسته پخپله وینا کې وویل چې په دغه سفارشونه به عمل کولې شي.

د پاکستان پارلېمان په متفقه توگه د امریکا او ناټو سره د بیا سره کتنې وروسته د اړیکو د سفارشونو منظوري ورکړی ده.
د پارلېمان لخوا منظور شوي سفارشونو کې وئیل شوي دي چې امریکا دې په سم لاسي ډول پاکستان کې ډرون بریدونه بند کړي.
دغه سفارشونو کې ویل شوي چې امريکا نه دې وغوښتل شي چې د سلاله په بريد دې غيرمشروطه بخښنه وغواړي اؤ په دې کې ککړ کسان دې محاسبه کړل شي. سفارشونو کې وئيل شوي دي امريکا بايد د پاکستان خپلواکۍ ته درناوى ولري اؤ دپاکستان په خاوره دې د جاسوسي ډرون الوتکو لړۍ بنده کړي.
سفارشونو کې ويل شوي دافغانستان دستونزې هيڅ پوځي هوارى نشته اؤ دغه ستونزه بايد دخبرو دلارې هواره کړل شي.
سفارشونو کې زياته کړل شوې ده چې د افغان ستونزې هوارى به افغانانو ته پخپله راويستل وي د وړاندیزونو له مخې د پاکستان په خودمختارۍ به هيڅ رقم سازباز نۀ کيږي اؤ دائين د ارټيکل 40لۀ مخې به بهرنۍ پاليسي ازاده وي.
سفارشونو کې دا هم وئيل شوي چې د پاکستان په خاوره به د امريکائي پوځيانو موجوديت نۀ زغمل کيږي.
سفارشونه وائي د پاکستان دځمکنو او هوائي لارو څخه به وسلې نۀ تيرول کيږي .
سفارشونو کې وئيل شوي دپاکستان د ايټمي وسلو په تحفظ به هيڅ رقم سازباز ونۀ کړل شي.
د پارليمان گډې غونډې ته په وړاندې کړل شوؤ وړانديزونو کې دا غوښتنه هم شوې وه چې امريکې سره دې ټولو تړونونو ته ليکلى شکل ورکړل شي اؤ دپاکستان لۀ لوري دې اسلامي نړۍ سره اړيکې نورې هم پياوړې کړل شي.
د قامي سلامتۍ په اړه د پاکستان پارليماني کميټۍ ( پي اين سي ايس) د زیارت په ورځ خپلو سفارشونو ته غوڅ شکل ورکړى ؤ او دغه سفارشونه يې د پارليمان گډې غونډې ته وړاندې کړي ؤ. د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گېلاني د زیارت په شپه د قامي سلامتیا کمېټۍ لخوا وړاندې کړل شوي سفارشونو د منظورې وروسته پخپله وینا کې وویل چې په دغه سفارشونه به عمل کولې شي.
تیر کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان په قبایلې سېمه مومند ایجنسۍ په سلاله سېمه کې د ناټو ځواکونو په برید کې د پاکستان 24ؤ عسکرو د وژنې وروسته د پارلېمان غړو امریکا سره اړیکو ته د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.
د سلاله پېښې وروسته د امریکا او پاکستان تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شو او پاکستان په افغانستان کې موجود د ناټو ځواکونو لپاره د رسد لارې بند کړي. 

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG