لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي امريکا سره خبرو کې مهم پرمختگ شوى


دپاکستان دخارجه دفتر وياند وئيلي دي چې دامريکا او پاکستان ترمينځ خبرو کې دنيټو دسپلايۍ په لارو مهم پرمختگ شوى او زياته کړې يې ده چې په غونډه کې کومې غوڅې نتيجې ته نۀ يو رسيدلي.

دخارجه دفتر وياند وويل دامريکا او پاکستان ترمينځ خبرو اترو کې دپاکستاني هيئت مشري خارجه وزيرې حنا رباني کهر اودامريکا مرستيال خارجه وزير ټوم نائيډز دامريکائي هيئت مشري وکړه. هغه زياته کړه چې په پاکستان کې دخبرو اترو وروستو امريکائي هيئت کابل ته تللى.

دهغه وينا وه چې دپاکستان خارجه وزيره حنا رباني کهر به امريکائي ډلې سره خبرو اترو کې دشوي پرمختگ څخه صدر اصف علي زرداري خبروي او په دغه اړه به هغه باور کې اخلي. په دغه معامله به صدر اصف علي زرداري دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره هم ليدنه کوي.

د ائتلافي مرستې دپنگويا کوئيليشن سپورټ فنډ( سي ايس ايف) معامله هم دپاکستاني او امريکائي هيئتونو ترمينځ ترسره شوؤ خبرواترو کې راپورته کړل شوې وه.

دپاکستان دخزانې وزير عبدالحفيظ شيخ دامريکا مرستيال خارجه وزير نائيډز ته وويل دسي ايس ايف ادائيگيو پرته به دهيواد په اقتصادي ستونزو قابو موندل گران وي.

امريکا پاکستان ته باور ورکړو چې ديوې اوونۍ په مودې کې به دسي ايس ايف دلمړۍ برخې په توگه 400 ملينه ډالر جاري کوي او پاتې 400 ملينه ډالر به وروستو ليږلى شي.

دخزانې دوزارت يو چارواکى وائي دسي ايس ايف دلمړۍ برخې رقم به په نيويارک کې دحکومت بانک ته منتقل کول شي.

امريکا ژمنه کړې وه چې دکال 2011م په مهال به ترهه گرۍ په ضد جگړه کې دمرستې لپاره پاکستان ته 800 ملينه ډالر ورکوي خو دپاکستان او امريکا ترمينځ دتاؤژنو اړيکو له امله دغه رقم تر دې مهاله پاکستان ته نۀ دى منتقل شوى.

دشوي تړون ترمخه امريکا پابنده وه چې پاکستان ته به ټول 2.5 بلين ډالر ورکوي.

نائيډز باور ورکړو چې امريکا به دسي ايس ايف ټول رقم دکال 2012م تر پايې جاري کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG