لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف د اشتهارونو باوجود عدالت ته نه حاضریږي، حکومت وايي 


 دوه کسيزه بينچ د نواز شريف اشتهاري ګرځوولو په ترڅ کې د سرکاري شهادتونو د ريکارډ کولو لپاره د کيس اوريدنه راتلونکى دسمبر مياشت دويمې نيټې پورى ځنډولى ده
 دوه کسيزه بينچ د نواز شريف اشتهاري ګرځوولو په ترڅ کې د سرکاري شهادتونو د ريکارډ کولو لپاره د کيس اوريدنه راتلونکى دسمبر مياشت دويمې نيټې پورى ځنډولى ده

د حکومتي څارنوال لخوا هايي کورټ ته ورکړى شوي رپورټ تر مخه په عدالتي امر حکومت د باندينيو چارو وزارت د لارې برطانيه کى ميشت پخواني وزير اعظم نواز شريف سره د رابطو هڅى کړيدي او په دى ترڅ کې حکومت د پاکستان دوه لوى اخبارونو کې اشتهارونه هم ورکړي خو بيا هم نواز شريف عدالت ته حاضريدو نه انکاري دی.

وړاندى اسلام اباد هاې کورټ نواز شريف ته د حاضريدو لپاره د يوي مياشت مهلت ورکړی و.

دوه کسيزه بينچ د نواز شريف اشتهاري ګرځوولو په ترڅ کې د سرکاري شهادتونو د ريکارډ کولو لپاره د کيس اوريدنه راتلونکى دسمبر مياشت دويمې نيټې پورى ځنډولى ده.

اسلام اباد هاي کورټ نواز شريف ايون فيلډ يا لندن کې غير قانوني فليټونو لرلو قضيه کې په ضمانت خوشى کړيدی.

تير کال هم اسلام اباد هاي کورټ د مالي درغليو سره تړلى بل العزيزيه نومى قضيه کى نواز شريف د خراب صحت له امله خوشی کړى و او د لاندې احتساب عدالت نه هغه ته اورولى شوى سزا ېې هم ځنډولى وه.

پخواني وزير اعظم دا لاندى عدالتونو دغه سزا په ضد اسلام اباد هاي کورټ کي اپيلونه کړى و خو اوس د دى دا اوريدنې لپاره عدالت ته نه حاضريګي او دريځ خپلوي ډاکټران ورته د سفر اجازت نه ورکوي.

دى ته خپل سخت غبرګون کى هاي کورټ د نواز شريف اشتهاري ګرځوولو خبردارى ورکړى.

خو وتلى قانون پوها شاه خاور ايډوکيټ د هاي کورټ په دغه پريکړه انديښنى لري او وايي د ملزم د اپيل لپاره د هغه يا تر دى چى د وکيل حاضري هم سه لازمه نه ده.

شاه خاور وي اوای ډيوه ته ويلي د هاي کورټ په وړاندى د احتساب عدالت ټول ريکارډ پروت دى او هاي کورټ د نواز شريف اپيلونو د منظورولو يا خارج کوولو پريکړه کوولى شي.

شاه خاور زياته کړې د نواز شريف نه حاضريدو په اساس د هغه اشتهاري ګرځوولو پريکړه به سمه نه وي او نه هاى کورټ داسى کولولو اختيار لري.

د دى ترڅنګ اسلام اباد هاي کورټ بل لوى حکومت مخالفه پيپلز ګوند شريک مشر آصف زرداري په جعلي بينک اکاونټونو قضيه کى د ضمانت معياد راتلونکى دسمبر مياشت ٨ نيټي ته غځولى دې.

مخالفه ګوندونه مرکز کى واکمن تحريک انصاف او نيب باندى د احتساب په نوم د مخالفه سياىتمدارانو په ضد د انتقامي کاروايو توړ لګوي خو حکومت او دا احتساب اداره د الزامونه بې ځايه بلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG