په راتلونکو عامو انتخاباتو کې به د باجوړ ایجنسۍ خلک د قامي اسمبلۍ لپاره د پخوا په پرتله د دوو پر ځای درې غړي ټاکي.
تېر کال په پاکستان کې تر سره شوې سرشمېرنه ښايي، چې د باجوړ اېجنسۍ ابادي یوولس لکه او اتیا زره (۱۱۸۰۰۰۰) ته رسېدلې ده.
د دغې سرشمېرنې په رڼا کې د پاکستان د ټاکنو ادارې (الیکشن کمیشن اف پاکستان) پرېکړه کړې، چې باجوړ اېجنسۍ ته د قامي اسمبلۍ یو اضافي سیټ ورکړل شي او د کورمې اېجنسۍ نه یو سیټ کم کړل شي.
د باجوړ اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ په دريو حلقو کې د شاملو سیمو تفصیل څه دا رنګه دی.
په این اې ۴۰ کې د باجوړ اېجنسۍ اتمانخېل او ماموند تحصیل له یوې برخې سره د سلارزۍ تحصیل ځینې برخې هم شاملې دي. ددغې حلقې ټوله ابادي ۳۶۰۶۵۱ تنه ده.
په این اې ۴۱ کې باجوړ اېجنسۍ بارنګ، ښار او د سلارزۍ تحصیل شموزۍ او ماندل سیمې شاملې دي او د دې حلقې ټوله آبادي ۳۶۹۵۰۱ تنه ده.
د باجوړ دریمه د قامي اسمبلۍ حلقه این اې ۴۲ ده، چې آبادي یې ۳۶۳۵۳۲ تنه ده او ټاکل شوې چې د ناوګۍ او چمرکند تحصیل سره ماموند تحصیل پاتې سیمې به د قامي اسمبلۍ لپاره یو غړی ټاکي.
باجوړ اېجنسۍ د نورو شپږو اېجنسیو په نسبت د آبادۍ په لحاظ تر ټولو غټه او د رقبې په لحاظ تر ټولو وړه اېجنسۍ ده.