د پاکستان الیکرانک میډیا ریگولیټري اتارټي یا پیمرا په ای ار وايي نیوز ټیلې وژن عارضي پابندي لگولې او چینل يي د ١٥ ورځو دپاره بند کړی دی.
په ای ار وايی د پاکستان د عدالتي نظام د سپکاوي الزام لگول شوی دی او د ٩٧٠٠٠ ډالرو جرمانه پرې هم لگول شوې ده.
سږ کال دا دویم وار دی چې په حکومت د تنقید په سر په ای ار وايي پابندي لگول شوي ده.
ویل کیږي ای ار وايي د وزیراعظم نواز شریف خلاف انتخاباتو کې د درغلۍ په سر راپورته شوي احتجاجونو خبرونه ورکولو کې د د حزب اختلاف د پرې دریز خپل کړی دی. د ای ار وايي په هکله ویل کیږي چې د حکومت خلاف احتجاج کې يي د پاکستان تحریک انصاف عمران خان او پاکستان عوامي تحریک مشر طاهر القادري ډله کوي.
دواړه گوندونه د نواز شریف د استعفا غوښتنه کوي خو د حکومتي پارټۍ غړي دغه مطالبې ردوي.
د انساني حقوقو تنظیم ایمنسټي انټرنیشنل په ای ار وايي د پابندۍ غندنه کړې او دا يي په ازادۍ د رائې د اظهار خلاف گام گرځولی دی.
د جون په میاشت کې پیمرا په جیو ټي وي ايي ایس ايي سره د شخړې په سر پابندي لگولې وه.