لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مورنۍ ژبه د قامي ژبې درجه لري


ارشد حسین/ شعیب ذاده
د پاکستان قامي اسمبلۍ د اطلاعاتو او نشریاتو قاېمه کمیټۍ په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې فیصله کړی د پاکستان دننه لویو مورنیو ژبو ته به د قامي ژبو حیثیت ورکوي. په غونډه کې فیصله شوی ددغې مقصد لپاره به یو کمیشن جوړولی شي او دغه کمیشن به بیا د نړيوال طریقه کار لاندی فیصله کوي چې کومو کومو ژبوله د قامي ژبو درجه ورکړی شي. په دې موضوع نن د ډیوه ریډیو پروگرام واشنگټن نه خیبره کې د پښتو ژبې وتلو لیکوالانو پروفیسر اباسين یوسفزۍ، مشر پښتو څانگه پیښور یونیورسټي، پروفیسر نصرالله، چیرمین پښتو څانگه کوټه یونیورسټي، پرویش شاهین، کلتوري او لساني ماهر ، نور الامین یوسفزی، د تاریخ او کلتور ماهر او افسانه نگار او ماروي میمن، د قامي اسمبلۍ غړې برخه اخېستې او تفصیلې بحث يي کړی. کوربه يي د ډیوه ریډیو همکار رحمان بونیری وو.
پروگرام دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:54:58 0:00
Direct link

په پاکستان کې ټولی ۳۵ لوې وړی ژبې وېل کیږي او په لویو ژبو کې د پښتو په شمول پنجابي، هندکو، سندهي، بلوچي او سراېیکي شاملې دي.خو دا ټولی ژبې بیا د سرکاري پاملرنې او سر پرستۍ د نشتوالي له کبله د مرګ یا ختمیدو سره مخ دي. په غونډه کې په دی خبره اتفاق شوی هره مورنۍ ژبه قامي ژبه وي او سرکاري ژبه یوه وي چې حکومت پکې یواځې سرکاري چاری تر سره کوي.
پښتو ۳۰۰۰ کاله زړه ژبه ده او نړۍ یو شمیر هیوادونو په شمول په کیمبرج یونیورسټۍ کې هم ښودل کیږي. د متحده قامونو د ژبو نړیوال فهرست کې پښتو په ۳۳م نمبر ده خو د پښتنو په اکثریتي صوبو کې هم دغه ژبه د نصاب ژبه نه ده ګرځیدلې. او د یونیسکو د یو رپورټ تر مخه په پاکستان کې ۷۰ فیصده ماشومان ځکه سکولونو ته نه ځي چې دغلته تعلیم په مورنۍ ژبه نه ورکړی کیږي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ د نشریاتو او اطلاعاتو د قائمه کمیټۍ د ژبو لپاره د غونډې حال د ډیوه خبریال ارشد حسین وړاندې کوي:
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
Direct link

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG