لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چوهدري: تحریک طالبان پاکستان سره به خبره هله کامیابه کیږي چې دوی د پاکستان آئین ومني


د حکومت او د تندروه ټي ټي پي ډلې – تحریک طالبان پاکستان – ترمنځه د روغې جوړې خبرو او ډزبندۍ په اړه د مخالفو ګوندنو له نیوکو وروستو، عسکري سرچینو ویلي چې د پارلېماني کمېټۍ په غونډه کې په دې خبره اتفاق شوی دی چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د خبرو انحصار به د ریاست لخوا وړاندې کړی شوي شرطونو او رېډلاینز یا سره کرښه باندې وي، کوم به چې د ټي ټي پي په وړاندې به اېښودل کیږي.

د پارلېماني کمیټۍ په غونډه کې موجود یو لوړپوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي چې تېره ورځ شوې غونډه نه صرف یو ډېر ښه ماحول کې وشوه، بلکې په دې خبرې ټولې ډلې یوه خله وې چې که چېرې دا خبرې د ریاستي شرطونو د لاندې ونشي، نو پوځ به د تندروو تر خاتمې پورې دوی سره جنګ کوي.

د پوځي چارواکي ترمخه، غونډه کې د مذاکراتو په حق او مخالفت دلایل وړاندې کړی شول او د هغه وروستو دا فیصله وشوه چې د خبرو په منځ کې به ټول سټېک هولډرز یا فریقینو سره مشاورت کولی شي او په دې باندې ټولو ګډونوالو اتفاق وکړ.

بل پلو د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي چې د افغان طالبانو موقتي حکومت پاکستان ته خواست کړی و چې لاقانونه تحریک طالبان پاکستان سره خبرې وکړي.

د نهې/سه شنبې په ورځ د کابینې د غونډې وروستو، خبریالانو سره په خبرو کې فواد چوهدري وویل چې تحریک طالبان پاکستان سره به دا خبرې هله کامیابیږي کله چې دوی د پاکستان آئین ومني.

فواد چوهدري زیاته کړه چې ټي ټي پي کې دننه داسې ځانګړې ډلې شته چې غواړي تشدد پرېږدي، او حکومت هم غواړي خپلو شهریانو ته یو چانس ورکړي چې وګوري آئین ته وفاداري ښکاره کوي او که نه.

د هېواد دوو لویو سیاسي ګوندونو – پاکستان پیپلز پارټي او پاکستان مسلم لیګ ن – مشرانو په دې اړه پارلېمان په باور کې نه اخیستلو باندې، په حکومت نیوکې وکړې.

د پاکستان پیپلز ګوند چېئرمېن بلاول بهټو زرداري پخپل عکس العمل کې ویلي: "صدر او وزیراعظم څوک دي چې ټي ټي پي سره د خبرو دپاره سوالونه کوي؟ دې خلکو زمونږ پوځي سپاهیان وژلي، زمونږ قامي قیادت یې ووژلو، د اې پي اېس ماشومان یې ووژل... په دې اړه چې کومه هم تګلاره وي، د هغې به پارلېمان منظوري ورکوي."

د مسلم لیګ ن صدر شهباز شریف او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم د دې خبرو مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې ټي ټي پي سره خبرو باندې دې پارلېمان په باور کې واخیستلی شي.

نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ، څوک چې پخپله یې د طالبانو په یو برید کې سخته ژوبله شوې وه، هم د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان حکومت د خبرو مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دا صرف د یوې ډلې خبره نده چې دې کې څه ښه او څه بد طالبان دي، بلکې دا د یو سوچ نوم دی.

یو شخصي ټلوېژن سره مرکه کې ملاله یوسفزۍ ویلي: "د دوی ټولو سوچ او فکر یو دی، دوی به په زبردستۍ راځي، په زبردستۍ به خپل قوانین جوړوي، کوم چې ما ته بالکل اسلامي نه ښکاري. دوی د زنانه و او جینکو ضد دي، او دوی کې هېڅ انصاف نشته."

ملاله وایي، د دې په خیال حکومت ته هېڅ ندي په کار چې د ټي ټي پي ډلې سره مذاکرات وکړي.

د سیاسي ګوندونو سره سره، هغه کورنیو هم دا خبرې رد کړي دي کومې چې د ټي ټي پي په ترهګرو بریدونو کې اغېزمنه شوي دي.

عوامي نشنل ګوند او په ځانګړي توګه د بلور کورنۍ او پېښور آرمي پبلېک سکول کې د وژل شویو ماشومانو مېندې او پلرونه دې ترهګرو ته د سزاګانو ورکولو غوښتنې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG