لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د حلال کړل شوؤ پاکستاني عسکرو ویډیو خپور کړې


د پاکستاني طالبانو د تحریک د ادعاو له مخې دغه عسکرو سرونه د اتوار په ورځ د افغانستان د خوا نه دپاکستان بره دیر کې په یوه پوځي پوسته د برید په وخت قلم کړل شوي وؤ.
د پاکستاني طالبانو د تحریک د ادعاو له مخې دغه عسکرو سرونه د اتوار په ورځ د افغانستان د خوا نه دپاکستان بره دیر کې په یوه پوځي پوسته د برید په وخت قلم کړل شوي وؤ.

د پاکستان طالبانو د شورو په ورځ هاغه ویډیو خپور کړې ده چې پکې د 17 پاکستاني عسکرو غوڅ کړل شوي سرونه ښودل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو د تحریک د ادعاو له مخې دغه عسکرو سرونه د اتوار په ورځ د افغانستان د خوا نه دپاکستان بره دیر کې په یوه پوځي پوسته د برید په وخت قلم کړل شوي وؤ.
په پېښور کې د پاکستان پوځ یو جگپوړي پوځي افسر یوې بهرني خبري ایجنسۍ ته پخلې کړې دې چې د افغانستان ختیځ کنړ ایالت نه ورختلو تندلارو په برید کې 17 عسکر په نښه شوي وؤ.
دغه چارواکي ویلي چې شپږ عسکر د برید په لمړي ورځ او اووه نور بیا دبرید په دوهمه ورځ هلال کړل شوي وؤ.
هغه زیاته کړه چې څلور عسکربې درکه ؤ او اوس د هغوي سرونه هم قلم کړل شوي دي.
پاکستاني چارواکو مطبوعاتو ویلي ؤ چې نزدې سلو تندلارو په پوسته حمله کړې وه او په جگړه کې 14 تندلاري هم وژل شوي وؤ.
د پاکستاني طالبانو ملاکنډ څانگې د دغه پېښې مسولیت منلې دې او د نورو حملو دړکه یې کړې ده. .
د ملاکنډ طالبانو ویاند سراج الدین احمد رائټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي دي چې د دوي جگړه د شرعی نظام پرځاې کولو لپاره ده او څوک هم چې د دوي په لاره کې ودریږي ددغه رقم انجام سره به مخ کېږي.
احمد ادعا کړې وه چې دوي 17 پاکستاني عسکر وژلي دي.
د ملاکنډ یا د سوات طالبانو مشري مولوي فضل الله کوي چې په 2009م کال کې د سوات طالبانو مشر ؤ او بیا د پوځي عملیاتو په نتیجه کې وتښتیدو.
د بره دیر نه د تښتول شوؤ اووه امنیتي چارواکو د سرونو قلم کولو دغه پېښه په تېره یوه اونۍ کې دویمه واقعه ده.
ددې وړاندې تحریک طالبان پاکستان د جمعې په ورځ ویلي وؤ چې د جنوبي وزیرستان لدې نه تښتول شوي اووه پاکستانی پوځیانو سرونه یې قلم کړي.
طالبانو ادعا کړې وه ډیر زر به د هغوي ویډیو هم ښکاره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG