لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتنونخوا حکومت د واپډا دفتر لاهور نه اسلام ته د وړلو غوښتنه کړې ده


د خېبر پښتونخوا حکومت غوښتنې کړي دي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې ورته د بجلۍ خالص منافعې په مد کې بقایا ١٢٨ ارب روپۍ ورکړي، واپډا هاوس دې اسلام اباد ته انتقال کړي او ددغه ادارې په انتظام کې دې پښتونخواصوبې ته نمائندگي ورکړي.

په پېښور کې یو خبري کانفرنس ته د صوبې د حکومت د توانایې سلاکار حمایت الله اوویل چې

" په کال ١٩٩١ کې د مرکز او صوبو په اتفاق سره د افتاب غلام نبي قاضي ( AGN Kazi ) فارمولې د لاندې پښتونخوا صوبې ته د بجلۍ خالص منافع منلې شوې وه خو په تېرو دېرشو کالو کې ورته چرې هم دغه پېسې پوره او په وخت نه دي ورکړي شوي."

د صوبې د خزانې وزیر تېمور سلیم جگړا هم څه موده وړاندې وي او ډیوه ته ویلي وو چې ځنې بقایاجات خو یې د کال ١٩٩٠ او ١٩٩٦ نه راروان دي او تېر مالي کال کې مرکزي حکومت صوبې ته ٣۴.٧ اربه روپۍ هم کمې ورکړي دي.

د صوبې د حکومت دا هم دریز دی چې دېرش کاله کې د روپۍ ارزښت راپرېوتی دی او ددې سره دغه بقایا باېد نوره هم زیاتوی خو مرکزي حکومت ورسره دغه نه مني.

حمایت الله وايي چې روان کال په دې لړ کې ددوي د کامن اف کونسل انټرسټ یا د گډو مفاداتو کونسل سره څلو ر غونډې شوي دي او ورته مو خپله ستونزه په ډېر په ښه طریقه ور وړاندې کړې ده.

ده تمه څرگنده کړې ده چې مرکزي حکومت سره به یې د بقایاجاتو ستونزه زر هواره شي.

د صوبايي حکومت د تواناېي سلاکار ویلي دي چې د مرکزي حکومت نه ېی دا هم غوښتنه کړې ده چې د واپډا مرکزي دفتر دې د لاهور نه اسلام اباد ته منتقل کړی شي او ددې ادارې په انتظامیه کې دې پښتونخوا صوبې ته نمائندگي ورکړی شي.

د صوبې سلاکار حمایت الله دا هم ویلي دي چې د پیهور هائیډل پاور نه جوړېدونکي ١٨ مېگاواټه بجلي ېی په مرکزي حکومت د خرڅولو په ځای په ځايي صنعت کارانو د خرڅولو فېصله کړې ده.

ده وویل چې دا فېصله یې ځکه کړې ده چې د صوبې حکومت غواړي چې سرمایه کار یې صوبې ته راشي او صنعتونه ولگوي ځکه چې د بجلۍ په موجوده کمرشل نرخ باندې څوک هم دا نه غوره کوي چې د ملتان، فېصل اباد او گجرانواله په ځای دلته راشي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG