راج برتانېه د هند د ازادۍ امر په پنځلسم اګست کړی خو پاکستان دغه ورځ په څوارلسم اګست نمانځي. دا ولې؟ د ازادۍ اصلي اتلان څوک دي او پاکستان چا جوړ کړی؟ پاکستان جوړ شوې که ازاد شوی؟ پاکستان د علامه اقبال د خوب ریښتیا کېده دي او که دا یوه مفروضه ده؟ دوه قامي نظریه څه ده؟ د هندوستان یو شمیر مسلمانانو مشرانو د هند د تقسیم او پاکستان جوړیدو مخالفت ولې کړی؟ مسلم لېګ چا او د څه د پاره جوړ شو او ایا د محمد علي جناح پاکستان او د علامه اقبال پاکستان یو دی؟ د باچا خان او نورو ازادي غوښتونکو مشرانو ذکر ولې د پاکستان په تارېخ کې نشته؟ دې او دغه شان نورو پوښنوته د تارېخ استاذان ډاکټر وقار علي شاه او ډاکټر جاوید اقبال د ډیوه ریډیو په پرېس کانفرنس کېځوابونه وېلي تاسو ېې هم په لاندېني لنک اوریدې شۍ.د دغې پروګرام کوربه بهروز خان دی.