لاس رسیدونکی لینک

 
د سند د اعلا وزیر په ګډون یو شمېر نور غواړي د 2017 لانجمنې سر شمېرې قبول نه شي
تازه خبر

د سند د اعلا وزیر په ګډون یو شمېر نور غواړي د 2017 لانجمنې سر شمېرې قبول نه شي


pakistan 2017 census
pakistan 2017 census

د سند صوبې وزيراعلی مراد علي شاه د وزيراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې په کال 2017 م کې شوې لانجمنې سرشمېرنې په اړه دې د صوبو اندېښنې لرې کړي او حکومت دې د مفاداتو د شورا د وړانديز پرته د سرشمېرنې نتيجې نه منظوروي.

مراد علي شاه چې د پيپلزګوند لخوا په سند صوبه کې وزيراعلی دی عمران خان ته په يو خط کې ويلي په کال 2017 م کې شوې سرشمېرنو د نتيجو په اړه د مشترکه مفاداتو شورا يا کونسل آف کامن انټرسټ (CCI) نيوکې کړې وې او په ټول ملک کې په پینځه فېصدي سيمو کې په دويم ځل د مردم شمارۍ غوښتنه کړې وه خو کابينې په دغه فېصله تر اوسه عمل نه د ی کړی او لانجمنې نتيجې يې عملي کړي دي چې صوبې پرې اندېښنې لري.

د کونسل آف کامن انټرسټ (CCI) په وړانديز د هغه وخت وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هم ويلي وو چې په ضلعي کچه به په پينځه فيصدي سيمو کې دوباره سرشمېرنه کېږي، خو د تحريک انصاف حکومت دغه فېصله عملي نه کړه.

د حکومت پلوي متحده قامي مومنټ ګوند او يو شمېر مخالفه سياسي ګوندونو هم د دغې سرشمېرنو په نتيجو پوښتنې راپورته کړي.

اېم کيو اېم ګوند ګواښ کړی که حکومت د دغې لانجمنې سر شمېرنې فېصله بېرته وانخسته نو دوي به د حکومت ملاتړ پرېږدي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان کاکړ ويلي دوي په کال 2017 م کې هم د دغې سرشمېرنې د نتيجو مخالفت کړی وو او وس يې هم کوي، نوموړي وايي د قبایلي ضلعو آبادي د يونيم کروړ نه زياته ده خو په دغه سرشمېرنه کې دوي 50 لاکه حساب شوي دي.

هر څه که سياسي ګوندونه په کال 2017 م کې شوي سرشمېرنې لانجمنې ګرځوي او په حکومت د کونسل آف کامن انټرسټ (CCI) د وړانديز نه عملي کولو تورونه لګوي خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ويلي د وزيراعظم عمران خان په امر مرکزي کابينې د کال 2017 د سرشمېرنو رپوټ د آخيري فېصلې د پاره کونسل آف کامن انټرسټ (CCI) ته لېګلی دی په دغه رپوټ کې دا غوښتنه هم شوې ده چې د لسو کال په ځايې دې هر درې کاله پس سرشمېرنه اوکړی شي.

د پاکستان د آيين ترمخه هر لس کاله پس به په پاکستان کې سرشمېرنه کېږي خو تېره سر شمېرنه نورلس کال پس په کال 2017 م کې شوې وه چې دهغې نه وړاندې سرشمېرنه په کال ۱۹۹۸م کې شوې وه.

د ملکي وسيلو وېش د سرشمېرنې په حساب سره په سړي سر بنيادونو کېږي خو په بلوچستان کې د پښتنو سرشمېرنه قابو دېرش کاله ورسته شوې ځکه چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ماموت خان اچکزي په کال 1998م کې په بلوچستان کې د سياسي مخالفت په اساس د سرشمېرنې نه باېکاټ کړی وو چې څيړونکي يې په دغه سيمه کې د پښتنو لپاره يوه زيانمنه پرېکړه بولي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG