لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې هر کال په میلینونو ښځې حمل ضايع کوي. راپور


د امریکا په نیویارک ښار کې د انساني ابادې د یوې کونسل د څیړنې ترمخه په پاکستان کې هر کال په ميلينونو ښځې د حمل ضايع کولو د عمل نه تيريږي.

د ادارې تر مخه په روايتي ډول یو پابندهاو سخته دریځه ټولنه لرونکی پاکستان د نړۍ د هغه هيوادونو په فهرست یا نوملړ کې راځي چرته چې د حمل ضايع کولو شرح زياته ده.

د دغه ادارې د څیړنې تر مخه، په کال ٢٠١٢م کېپه پاکستان کې په ۱۰۰۰و کې نژدې پنځوس ښځې چې عمرونه يې د ١٥ نه تر ۴۴ کالو پورې وو حمل ضايع کړی. دغه شمیره د امريکا په پرتله سلور چنده سېوا یا زیاته ده.

په ماشومانو کې د وقفې یا خانداني منصوبه بندۍ د څيړونکو تر مخه په پاکستان کې د حمل ضايع کولو لپاره قانون ښکاره نه دی او د دغې لپاره شراېط هم ډیر محدود دي.

پاکستان کې په کومو شراېطو حمل ضایع کيدی شي؟

په پاکستان کې یواځې په یو څو شرطونو کې د حمل ضایع کوله اجازه وي. که چرې د يوې ميرمن ژوند ته خطر وي او دوېم دا که د حمل ضايع کول ډیر ضروري وي نو بیا دغه کار غیر قانوني نه دی.

د امريکا اېن پي ار ریډیو ته په نژدیو ورځو کې د پاکستان د ابادۍ کونسل مشرې زيبا ستار ویلي، پاکستان کې د ډیر ضرورت په وخت د حمل ضایع کولو په برخه کې قانوني وضاحت ښکاره نه دی.

په پاکستان کې په روعتونونو یا هسپتالونو کې ډاکټران د حمل ضايع کولو د عمل نه اکثره پدې انکار کوي چې دغه کار غير قانوني دی. د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو لوې ښار کراچۍ کې د صحت د پالیسۍ ماهره او د پوهنتون استاذه، ډاکټر سحر گل اېن پي ار ريډیو ته ویلي ٫٫ کله چې هم ډاکټراند حمل ضایع کولو نه ډډه کوي، سبب يې روايتي خيالات دي. ډاکټر یواځې د هغه چا ابارشن ته غاړه ګدي که چرې د يوې مريضې په شخصي کلینیکونو کې د حمل ضایع کولو عملیات په سمه توګه نه وي تر سره شوي.

د اېن پي ار د رپورټ ترمخه هم د دغو وجوهاتو لکبه بيا زیات تره ښځې د حمل ضايع کولو لپاره مقامي یا ځايي (دايانو) ته ورځي. یاد رپورټ زیاتوي په پاکستان کې د حمل ضایع کولو لوې شمیرې بله وجه د جینکو د پیدا کیدو ویره ده. د دغه ویرې لکبله هم ګڼې ښځې حمل ضايع کول غواړي ځکه د دوي په خیال د جینکو پیداېش په کورني اقتصاد مالی بوجه گڼل کيږي.

ميرمن ستاروايي په پاکستان کې زیاتیدونکي ابادي لویه مسله ده او ښځې د خانداني منصوبه بندۍ په سمو طريقو نه وي خبر. او يا د ګڼو ماشومانو د زيږولو روسته نور ماشومان پيدا کول نه غواړي، او يا يې په نوي حمل کې بدني مسلې پيدا شي. د میرمن ستاز ترمخه حمل ضایع کونکې زیاتره ښځې واده شوې، بې تعليمه یا کم تعلیم یافته او د غريبو کورنیو سره تعلق لري.

د پاکستان د ابادۍ قامي ادارې مشر عبدلغفار خان وايي د زیاتیدونکې ابادۍ د کنټرول یا مخنیوي په برخه کې يې ادارې تګلاره یا پالیسي جوړه کړې. خو د دغې عملي کولو کې یو شمیر خنډان لري.

نوموړی وايي پاکستان کې په حکومتي کچه نظام کې نيمگړتياوې شته او اکثره نارینه او ښځې د خانداني منصوبه بندۍ طريقې خپلول نه غواړي.

د نوموړي په وینا په کال ٢٠١١مکې د خانداني منصوبه بندۍ یا په ماشومانو کې د وقفې چارې صوبو ته ورکړی شوي خو په صوبايی کچه بیا په دغه برخه کې هیڅ کار نه دی شوی. د منصوبه بندۍ محکمه ځانگړي دفترونه لري، خو نه ورته هغه شان پام ګرځول شوی او نه ورته پوره مالي مرستې ورکړل کيږی.

د حمل ضايع کولو لپاره په پاکستان کې د صحت یا صحي اسنتياو د کمو سهولیاتو لکبله ښځې دې ته مجبوره وي چې د هغه نرسانواو دايانو نه علاج وکړي چې پوره تربيه شوی هم نه وي. د څيړونکو په وينا په پاکستان کې په دريو کې يوه برخه ابارشنز یا حمل ضایع کول په سمه طریقه نه کيږي چه له امله يي ښځو ته يو شمير د صحت مسلې جوړیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG