لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتساب عدالت په پخواني صدر زرداري او پخواني وزیراعظم ګیلاني فرد جرم ولګوولو


نوازشریف او اصف زرداري
نوازشریف او اصف زرداري

په اسلام آباد کې د احتساب ېو عدالت په توشه خانه مقدمه کې په پخواني صدر آصف علی زرداری اؤ پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني باندې فرد جرم لګولی دی اؤ هم په دغه مقدمه کې په نه حاضریدو یې پخوانی وزیراعظم نواز شریف اشتهاري ګرځولی دی.

د عدالت د فیصلې نه پس پاکستان پیپلز ګوند ېو ځل بیا دپاکستان تحریک انصاف په حکومت تور لګولی دې چې احتساب اداره د سیاسی انتقام د پاره استمالوي.

په اصف علی زرداری، یوسف رضا ګیلانی اؤ په نواز شریف تور دی چې په کال ۲۰۰۸ د پاکستان پیپلز ګوند په حکومت کې دوی د بهرنیو هیوادنو نه پاکستان ته تحفه شوی موټر په کم قیمت د ذاتي استعمال د پاره اخیستی و.
آصف علی زرداری اؤ ېوسف رضا ګیلانی په عدالت کې موجودګې په وخت په دوی دا فرد جرم لګول شوی دی اؤ دنواز شریف عدالت ته په نه حاضریدو هغه فرار او اشتهاري وبلل شو.

په عدالت کې آصف علی زرداری اؤ ېوسف رضا ګیلاني په دوی د لګول شویو الزاماتو نه انکار کړی دی اؤ د عدالتي فیصلې نه پس پخواني صدر میډېا سره د خبرو په وخت ویلې چې وړاندې هم د دوی پرضد داسې د دروغو مقدمې جوړې شوي وې خو جرم پرې بیا ثابت نه شو اؤ دې ځلې به هم داسې کیږی.

یو خبري کانفرنس په وخت د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو، د نېب عدالت د فیصلې نه پس ویلي چې په پاکستان کې د پخواني صدر، چې د پوځ سپریم کمانډر هم و، د هغه احتساب کیدی شي، د پخواني وزیراعظمانو اؤ د سپریم کورټ د قاضی احتساب کیدې شی خو وزیراعظم عمران خان د صلاح کارانو احتساب نه شی کیدی.

بلاول بهټو واېی چې د وزیراعظم د ېو صلاحکار په باهر هیوادنو کښې د جائیداد اؤ کاروبار خبر راځی خو وزیراعظم د هغه صلاح کار استفا نه قبلوي ځکه دوي وايي چې دا یو نه بلکې دوه پاکستانان دې اؤ دلته د هر چه د پاره بېل قانون دی.

بلاول بهټو د چه نامه وانخیسته خو وړاندې ېو خبر کښې خبرېال احمد نورانی د وزیراعظم صلاح کار اؤ د پاک چین اقتصادي راهدارۍ منصوبې مشر لیفټیڼت ر عاصم سلیم باجوه د فامیل په باهر هیوادنو کښې د کاروبار اؤ جائیداد تفصیل نه پس عاصم سلیم باجوه وزیراعظم ته استفا ورکړې وه خو وزیراعظم قبوله نکړه.

ېو بل پرمختګ ګې پخواني وزیراعظم نواز شریف د اسلام آباد اعلا محاکمې يا های کورټ ته د نه حاضریدو خواست داسې حال جمع کړې ذې چې العزیزیه مقدمه کښې عدالت ورته په لسم سپټمبر د حاضریدو امر کړی وو اؤ وئیلې وو که په دې نیټه نواز شریف حاضر نه شو نو عدالت به یې فرار ېا اشتهاری وګرخوي.

اسلام آباد های کورټ ته په دې خواست کښې نواز شریف ویلي چې د ملک نه بهر یې بیرون یې علاج د کرونا وایرس له امله تراوسه تکمیل ته نه دی رسیدلی ځکه ورته ممکنه نه ده چې حاضر شي اؤ عدالت دې د دوی په غیر موجودګۍ کې پرضد د مقدمو اورنه اوکړي.

د وزیراعظم عمران خان حکومت دا خبره ردوي چې د احتساب عمل د سیاسي انتقام دپاره استعمالوي او ځینې حکومتي مامورین خو وايي د حزب اختلاف د ګوندونو مشرانو خلاف د احتساب ځېنې مقدمې خو دوی خپله د یو بل په ضد د خپلو حکومتونو په مهال جوړې کړې وې او تراوسه په عدالتونو کې پرتې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG