لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احتساب ادارې د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر مفتاح اسماعیل ونیولو


د پیپلز ګوند شریک چیرمین آصف علی زرداري او د هغه خور فریال تالپور هم د پیسو د غیر قانوني لین دین په تور د نېب په امر نیول شوي دي
د پیپلز ګوند شریک چیرمین آصف علی زرداري او د هغه خور فریال تالپور هم د پیسو د غیر قانوني لین دین په تور د نېب په امر نیول شوي دي

د اداري فسار خلاف د پاکستان قامي ادارې نېشنل اکاونټیبېلېټي بیورو یا نیب د پاکستان د خزانی پخوانی وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل نیولی دی.

مفتاح اسماعیل د پاکستان مسلم لیگ (ن) گوند په حکومت کې د خزانې وزیر و د اېل اېن جي په مقدمه کې د ضمانت خواست کړی و.

خو د اسلام آباد هايي کورټ مشر جج اطهر من الله او جج محسن اختر کیاني په شمول دوه کسیزې ډلې د ښاغلي اسماعیل د ضمانت دغه خواست رد کړوښ او په عدالت کې موجود د نیب مامورینو پخواني وفاقي وزیر او پاکستان سټیټ ائیل پخوای مشر شیخ عمران ونیولو.

نیب د مفتاح اسماعیل په ضد مقدمه درج کړې چې د ایل این جی ټرمینل ۱ ټیکه یې په غیر قانوني توګه یوی شخصی کمپنی "اینګرو انرجي ټرمینل ټرائویټ لمیټډ" ته ور کړې وه.

نیب د مسلم لیګ نواز پشمول نورو د حکومت مخالف نورو سیاسی ډلو د یو شمیر مشران پرضد هم مقدمې درج کړې دي.

پخوانی وزیر اعظم نواز شریف ته د العزیریه سټیل ملز په مقدمه کي د اووه کاله سزا اورولی شوی ده او دا وخت د لاهور په کوټ لکهپت زاندان کی بندی دی. د دوې نه علاوه د مسلم لیگ (ن) بل پخوانی وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي، د پنجاب اسمبلی کی د مخالفو ګوندونو مشر حمزه شهباز، پخوانی د ریلوی وزیر سعد رفیق او د هغه ورور سلمان رفیق هم د بډو رشوتونو په الزام کې د پلټونو د پاره بندي دي.

د پیپلز ګوند شریک چیرمین آصف علی زرداري او د هغه خور فریال تالپور هم د پیسو د غیر قانوني لین دین په تور د نېب په امر نیول شوي دي.

نیب د وزیر اعظم عمران خان او د دفاع وزیر پرویز خټګ پشمول د تحریک انصاف پر یو شمیر مشرانو هم مقدمی درج کړي خو د چا په ضد څه ګامونه لا نه دي اخیستل شوی.

د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو وینا ده چی د تحریک انصاف حکومت په سیاسی انتقام کې د دوی مشران نیولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG