لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېشیايي ترقیاتي بېنک وايي د کرونا وایرس له امله په پاکستان کې بې روزګاري زیاته شوي


د وزیراعظم عمران خان د معاشي مشاورتي کونسل غړی ډاکټر عابد سلهري وايي په کرونا وایرس کې د کمي او د اقتصادي هلو ځلو د بیا شروع کېدو په نتیجه کې به په پاکستان کې د بې روزګارۍ په اړه د اېشیايي ترقیاقي بېنک اندازه صحیح ثابته نشي

اېشین ډوېلپمنټ بېنک یا اېشیايي ترقیاتي بېنک په خپل یو ورستي رپورټ کې ویلي په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله بې روزګاري زیاته شوي ده او په اینده شپږو میاشتو کې نور ۲۲ لکه کسان بې روزګاره کېدلی شي.

د وی او ای د اردو څانګې ترمخه د پاکستان د حکومت اقتصادي ماهرین بیا وايي چې د اېشیايي ترقیاتي بېنک دا اندازه به غلطه ثابتېږي.

د رپورټ ترمخه ای ډي بي ویلي د اېشیا په سیمه کې په اجتماعی توګه هم په راتلوونکو شپږو میاشتو کې یو نیم کروړ خلک بې روزګاره کېدلی شي او اسټرېلیا، انډونیشیا، جاپان،‌ملایشیا او وېتنام ته نور اقتصاي زیان هم رسېدلی شي.

بېنک د پاکستان په اړه په خپل رپورټ کې اټکل وکړو چې په اینده دریو میاشتو کې قریباً ۱۵ لکه او په شپږو میاشتو کې ۲۲ لکه کسان بې روزګاره کېدلی شي.

د وزیراعظم عمران خان د معاشي مشاورتي کونسل غړی ډاکټر عابد سلهري وايي په کرونا وایرس کې د کمي او د اقتصادي هلو ځلو د بیا شروع کېدو په نتیجه کې به په پاکستان کې د بې روزګارۍ په اړه د اېشیايي ترقیاقي بېنک اندازه صحیح ثابته نشي.

د اقتصادي چارو څېړونکی ډاکټر فرخ سلیم د اېشیايي ترقیاتي بېنک اندازه شمه بلي او وايي بېنک په پاکستان کې د بې روزګارۍ په اړه محتاطه اندازه لګولې ده.

ډاکټر فرخ سلیم وي او ای اردو څانګې ته وویل د پاکستان اقتصادي صورتحال د مخکې نه خراب و او د کرونا وایرس نه پس په ملک کې په ځوانانو کې د بې روزګارۍ شرح ۲۱ ته رسېدلی شي.

د پاکستان د خزانې وزارت د جون په میاشت کې سېنټ ته ویلي وو چې کرونا وایرس له امله پیدا شوي اقتصادي صورتحال په نتیجه کې ۳۰ کسان بې روزګاره کېدلی شي.

خو د حکومت د اقتصادي شورا غړی ډاکټر عابد سلهري وي او ای ته وویل حکومت په ملک کې اقتصادي هلې ځلې بحال کړي دي چې له امله بې یې د روزګار نوي موقعې پیدا کېږي او دا ډول د بې روزګارۍ شرح به کمیږي.

د پاکستان مرکزي بېنک خپل درې میاشتني رپورټ کې تېره میاشت وویل د کرونا وایرس،د مولخو د حملې او یو شمېر نورو عوامل په سبب د پاکستان معیشت د زیان سره مخامخ شوی دی.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي د کرونا وایرس له امله د پاکستان اقتصاد ته ډیر زیان رسېدلی دی او په تېرو ۶۸ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د هېواد د قامي پېداوار یا جي ډي پي شرح منفي صفر اشاریه څلورفیصد ته غورځېدلې ده.

XS
SM
MD
LG