لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور انجېنیرنګ یونیورسټي او یو اېن اېچ سي ار به افغان کډوالو ته هنرې زدکړې ورکوي


د کډوالو نړيوالې ادارې د پېښور دفتر مشر بېرنرډ انکوم وېنا وه چې پاکستان د تېرو څو لسيزو روهسې افغان مهاجرينو ته په خپله خوره ځايي ورکړې دې کوم چې د ستاینې وړ خبره ده۔

د پېښور انجينيرنګ پوهنتون چارواکو، په خېبر پښتونخوا کې افغان کمشنرېټ او د کډوالو نړې والې ادارې يا يو اېن ايچ سي آر د شورو، چهارشنبې، په ورځ يو لوظ نامه لاسليک کړه چې ترمخه په به يې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ځوانانو ته په ياد پوهنتون کې هنري زده کړې ورکوي

د دستوري په مهال پېښور کې د يو اين ايچ سي ار د دفتر مشر بېرنرډ انکوم، د کډوالو کمشنر عباس خان، د پېښور انجينيرنګ پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر افتخار حسين او نور چارواکي هم موجود وو۔

په دغه موقع د افغان کډوالو کمشنر عباس خان وېنا وه چې د لوظ نامې لاسليکولو مقصد دا دې چې کوم افغان ځوانان په پاکستان کې د کډوالې ژوند کوي هغوي په دې پوهنتون کې هنري زده کړې ترلاسه کړي او په خپلو پښو ود ريږي۔

" څه ۱۴ لکه افغان مهاجرين په پاکستان کې دي او په هغوئ کې ۷۰ فيصده ځوانان دي، نو دغه ۷ يا ۸ لکه چې کوم افغان وګړي دي او په هغو کې چاته هم داخله مېلاوېږي نو هغوئ به دلته راځي او د دې نه به فائده اخلي، زمونږه خپل پلان يا منصوبه دا ده چې د انجينېرنګ پوهنتون که څه مطالبې وي که هغه هاسټل جوړول وي يا نور تعميراتي کار وي نو په هغې به ورسره ملاتړ کوؤ"

په دغه موقع د کډوالو نړيوالې ادارې د پېښور دفتر مشر بېرنرډ انکوم وېنا وه چې پاکستان د تېرو څو لسيزو روهسې افغان مهاجرينو ته په خپله خوره ځايي ورکړې دې کوم چې د ستاینې وړ خبره ده۔ هغه دا هم وويل چې د هغوئ اداره په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو ځوانان او په خاصه توګه د هغوئ مېرمنې په خپلو خپو ودرېدو د پاره د اول ورځې نه ګامونه پورته کوي۔

د دستوري وروسته د پېښور انجينيرنګ پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر افتېخار حسين وي او ای ډيوه ته وويل چې ياد پوهنتون کې به د تعليم په اساس د افغان کډوالو ځوانانو ته په بېله بېلو برخو کې د زدکړو ترسره کولو موقع ورکول کېږي۔

" نو مونږه هر قسمه تربيت دوئ ته ورکولې شو که هغه بنيادي تربيت دې چې د تعليم لېول يا کچه څومره وي نو يا که هغه درميانه کچه ده يا هغه لوړې زدکړې دي نو هغه مونږه ورته ورکولې شو، په دې کې په سول انجينيرنګ کې، په مخېنيکل انجينيرنګ کې يا که هغه نورې څانګې دي نو د هغې مونږه سره دوه سوا لېبارټريانې دي نو هغه مونږه دوئ د پاره کارولې شو"

د پېښور انجينيرنګ پوهنتون د چارواکو ترمخه موجود وخت کې د دوه سوو پورې د افغانستان نه راغلي زده کوونکې په مختلفو څانګو کې تعليم ترلاسه کوي۔ دوئ وايي چې د پوهنتون معاملاتو د پاره جوړې کميټۍ د اجازې وروسته به د رجسټرډ شوې افغان کډوالو د پاره مخصوصو سېټونو انتظام هم کوي۔

XS
SM
MD
LG