لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو اېن اېچ سي ار: امید دی چې پاکستان به افغان کډوالو ته هېواد کې د پاتي کېدو وخت زیات کړي


په پاکستان کي د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر آفریدي د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل امید کوي چې د افغان صدر د پاکستان د دورې په مهال به د افغان کډوالو ته ورکړی شوي د کارډونو مېعاد هم وغځول شي
په پاکستان کي د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر آفریدي د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل امید کوي چې د افغان صدر د پاکستان د دورې په مهال به د افغان کډوالو ته ورکړی شوي د کارډونو مېعاد هم وغځول شي

په داسي حال کي چې افغان جمهور رئیس اشرف غني د دې میاشتې په ۲۷مه د پاکستان سفر کونکی دی، د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR امید څرګنده کړی چې د ښاغلي غني د سفر په مهال به پاکستان په هېواد کې د افغان کډوالو د اوسیدلو دپاره نېټه د غځولو اعلان هم وکړي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د دورې په مهال به افغان صدر د پاکستان وزیراعظم عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره د افغان سولي د پروسی ترځنګ په پاکستان کي میشته افغان کډولو په اړه هم خبرې وکړي.

په پاکستان کي د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر آفریدي د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل امید کوي چې د افغان صدر د پاکستان د دورې په مهال به د افغان کډوالو ته ورکړی شوي د کارډونو مېعاد هم وغځول شي.

په عین حال کې پاکستاني مطبوعاتو ویلي د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې اسسټنټ کمشنر طلعت فهد په دریو کیمپونو کي میشته افغان کډوالو ته د دې میاشت تر د ٣٠ مي نېټی پورې د کیمپونو څخه د وتلو هدایات ورکړی شوې دي.

د پاکستان ای آر وايي نیوز او پاکستان ټوډی کي خپاره شویو رپورونو د چارواکو لا قوله ويلي چې دغه ګامونه د پاکستان او چین اقتصادي راهدارۍ د امنیت د پاره پورته کړی شوی دی.

خو کله چي وي او ای ډیوې د یو اېن اېچ سي د ویاند قیصر آفریدي څخه په مانسهره کې افغان کډوالو ته د رپورټ شوي خبرداري په اړه وپوشتل نو هغه د بی خبرۍ څرګنده وکړه.

د کډوالو د نړیوالي اداری UNHCR تر مخه دا وخت په پاکستان کي ۱۴ لکه افغان کډوال میشته دي. په پاکستان کې د کډوالو په قانوني توگه د اوسیدو مېعاد د جون د میاشتې په ۳۰مه نیټه سر ته رسېدونکې ده.

د پاکستان د سرحداتو وزیر شهریار آفریدي په تیرو ورځو کي د کډوالو نړیوالي ورځي په مناسبت یوې دستورې په مهال ویلي وو چي پاکستان غواړي افغانان په حفاظت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د دې میاشت په شروع کې ویلي وو چی حکومت د کډوالو د اوسیدو وخت د غځوولو څه اراده نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG