لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان کډوالو د نوم لیکنې پروسه پیل کوي


د پاکستان د سرحدونو وزارت، په پیښور کې افغان کمشنرېټ او نادرا به په ګډه د ۱۶م اګست نه د غیررجسټرډ افغان کډوالو د رجسټرېشن یا نوم لیکنې عمل پیل کوي او په نتیجه کې به يې افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوږدې مودې دپاره د پاتې کیدو کارډونه ورکول کیږي.

د افغان کډوالو د رجسټرېشن عمل به د سږ کال د ډسمبر د مياشتې تراخرې پورې دوام لري.

د کډوالو د رجسټرېشن په اړه د افغان کمشنرېټ وقار معروف ډيوه ريډيو ته وويل

"سبا د ۱۶م اګست نه په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د رجسټرېشن سلسله شروع کيږي او په خیبرپښتونخوا کې مونږ ټولې ۱۱ سنټرې جوړې کړي دي

پاکستان کې د نادرا يا قامي ډېټابیس ادارې او افغان کمشنرېټ سره سره به د افغانستان حکومت هم په دې عمل کې برخه اخلي او د افغان حکومت يو نمائنده به هم په دغو مرکزونو کې موجود وي."

ښاغلی وقار معروف وايي د دې رجسټرېشن ګټه به دا وي چې پاکستان کې میشته غیررجسټرډ افغان کډوال به د اوږدې مودې دپاره دلته د پاتې کیدو کارډ ترلاسه کړي او د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت ته به هم دا شمیره معلومه شي چې دلته څومره افغان کډال میشت دي.

"زمونږ هدف د شپږ لاکه افغانان دي چې دي چې رجسټرډ نه دي چې هغه رجسټرډ کړو په خیبرپښتونخوا کې او په ټول پاکستان کې چې زمونږ کوم هدف دی چې لس لاکه (يو ملين) چې دا افغان مهاجرين دي چې دا رجسټرډ کړو."

نوموړي وويل په ټول پاکستان کې د غیر رجسټرډ افغان کډوالو عمل سبا په ټول پاکستان کې يو ځای پیل کيږي او ۲۱ مرکزونه ورله جوړ کړی شوي دي.

وقار معروف وويل پیښور کې د درې او نوښار کې دوه مرکزونه جوړ کړی شوي او د هغې په اړه په ځايي ورځپاڼو کې دوي اشتهارونه هم چاپ کړ ي دي خلک د هغې نه هم ځان خبرولی شي.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه خواؤشا ۱۴ لاکه رجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي او دويې ته د سږ کال اخره پورې پاکستان کې په قانوني توګه دپاتې اجازت ورکړی شوی دی.

پاکستان کې د میشتو غیر رجسټرډ افغان کډوالو کره شمیره نه ده معلومه او د پاکستان چارواکي د ډېرې مودې نه د کډوالو د رجسټرېشن خبره کوي.

د پاکستان او افغانستان دواړه حکومتونه دغه عمل ښه ګڼي چي د کډوالو د رجسټرېشن سره به دويې د دغو خلکو سره د مرستو او نورو ټولو اړونده کارونو کې اسانتياوې ترلاسه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG